د لاس رسي وړ اتصالات

مخالفینو په روژه میاشت کې قصداً ملکیان په نښه کړي ـ یوناما


د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د کار کوونکو د عاملې پر موټر برید چې ۵ تنه یې ووژل
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د کار کوونکو د عاملې پر موټر برید چې ۵ تنه یې ووژل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما وايي، وسله والو مخالفینو د روژې میاشتې په اوږدو کې قصداً ملکي وګړي د خپلو بریدونو هدف ګرځولي دي.

یوناما پخپل تازه راپور کې ویلي، چې د روژې میاشتې په اوږدو کې یوازې په کابل کې سل تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې زیاته برخه یې د چاودنو له امله وه.

تدامیچي یاماموتو
تدامیچي یاماموتو

په افغانستان کې د یوناما مشر تادامیچي یاماموتو ویلي:"په نړیوالو قوانینو کې د جګړې ټول ښکېل اړخونه پر ملکيانو له بریدونو څخه منعه شوي دي او د ملکیانو په نښه کول جنګي جرم ی او کیدای شي د بشر ضد جنایت وبلل شي، د جګړې ښکېل اړخونه پر ملکیانو د بریدونو لپاره هېڅ توجیه نه لري، پر ملکیانو باید هېڅ کله برید ونشي."

نوموړي همدارنګه ویلي، چې پر ملکي وګړو د وسله والو مخالفینو د بریدونو دوام به د هغوی د مشروعیت د سلب کېدو لامل شي او تر سره کوونکي به یې د افغانانو د هر ډول استازوالۍ څخه محروم شي.

یوناما په خپل راپور کې په روژې میاشت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو پر خپلواک کمېسیون، پر کاونټر پارټ موسسې، پر مولوي سمیع الله ریحان او پر محصلینو بریدونو ته د نموني په ډول اشاره کړې ده چې قصداً تر سره شوي دي.

کابل کې د اداري اصلاحاتو د مامورانو پر موټر چاودنې پنځه تنه ووژل

د کونټرپارټ مشره: د طالبانو برید افغانستان ته زموږ تعهد نشي ماتولای

کابل کې درې غبرګو چاودنو دوه تنه وژلی ۲۴ ټپيان دي

یوناما که څه هم په ښکاره ډول د کومې وسله والې ډلې نوم نه دی یاد کړی، خو طالبانو بیا ویلي، هغه بریدونه چې دوی یې مسؤلیت نه وي اخستی په دوی پوري اړه نه لري.

کابل کې پر کونټر پارټ موسسې برید کې ۹ تنه ووژل شول
کابل کې پر کونټر پارټ موسسې برید کې ۹ تنه ووژل شول

تر دې مخکې په افغانستان د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ «CPAG» هم پخپل راپور کې ویلي و چې په تېره مې میاشت کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله دوه برابره زیاته وه.

په دغه راپور کې ویل شوي و چې په مې میاشت کې د تاوتریخوالې په پېښو کې ۱۸۹ ملکیان وژل شوي او ۲۰۸ نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG