د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما په فراه کې د ملکي تلفاتو ادعاوې پلټې


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغه برید کې وسله وال وژل شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغه برید کې وسله وال وژل شوي

یوناما وايي د هغو ادعاو په اړه پلټنه کوي چې وايي په فراه کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې ملکيان وژل شوي دي.

افغان چارواکي وايي دا بریدونه د طالبانو د نشه یي توکو په کارخانو شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې په دغو بریدونو کې "۱۵۰ طالب ترهګر وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل" دي. دا بریدونه تېره اونۍ شوي وو.

یوناما د دوشنبې په ورځ (مۍ۱۳) په یوې اعلامیې کې وویل" دوی په فراه او نیمرزو کې د نشه يي توکو په فابریکو باندې د نړیوالو ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د ادعاو په اړه پلټنې کوي".

اسوشیټډپرس وايي چې په کابل کې د قاطع ملاتړ ماموریت په دې اړه ورته له څه ویلو ډډه کړې ده. طالبان ادعا کوي چې په دغو هوايي بریدونو کې ملکیان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې په روانو جګړو کې د ملکي تلفاتو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده. د یوناما مشر تدامیچي یاماماتو ویلي دي چې دملکي کسانو وژل د توجیه وړ نه دي.

همدا تېره میاشت د یوناما په یو راپور کې راغلي و چې د روان ۲۰۱۹م په لومړیو درې میاشتو کې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۵۸۱ ملکیان وژل شوي او ۱۱۹۲ نور ټپيان شوي دي. یوناما وايي چې ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله په وسله والو نښتو، د سړګ غاړې ماینونو، د هاوان ګولیو توغولو، هوايي بریدونو، هدفي وژنو او د ناچاوده بمونو د چاودنو له امله اوښتې ده.

راپور زیاتوي چې د دغو تلفاتو ۳۴سلنه د حکومت ملاتړو ځواکونو، ۳۹ سلنه د طالبانو، ۱۲سلنه د داعش او ۳ سلنه نور د ناڅرګندو ډلو لخوا اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG