د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي، په هلمند کې یې د مخدره موادو یوه کارخانه له منځه وړې 


طالبان وايي، په هلمند کې یې د مخدره موادو یوه کارخانه له منځه وړې 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:10 0:00

په هلمند کې د طالبانو ځايي مسؤلین وايي، چې د لښکرګاه په ښار کې یې د شیشې جوړولو او ومانو یوه کارخانه چې اوسمهال غیری فعاله وه کشف کړې او بیا یې له منځه وړې ده.  

په هلمند کې د طالبانو ځايي مسؤلین وايي، چې د لښکرګاه په ښار کې یې د شیشې جوړولو او ومانو یوه کارخانه چې اوسمهال غیری فعاله وه کشف کړې او بیا یې له منځه وړې ده.

د هلمند له نشه يي توکو سره د مبارزې مسؤل ملا امان الله قاضي وویل چې دغه کارخانه د لښکرګاه د نهمې حوزې په مربوطاتو کې په یو شخصي کور کې وه او د دوی مربوطه کسانو ترې د شیشې د جوړولو وسايل او تیزاب یوړل.

ملا امان الله قاضي وویل : ”تیزاب او نور سامانونه مو دغه کارخانه کې کشف کړل تر را مو وړل. پدغو وسایلو ایف جوړیږي او له ایف نه شیشه جوړیږي“.

د هلمند له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت وايي، چې دوی د نشه يي توکو د کاروباریانو په ضد یې خپلې هڅې ډیرې کړي او هغه کسان به په نښه کوي، چې نشه يي توکي تولیدوي.

د شیشې د کارونې او استعمال د ډیریدو سره سره اوس د راپورونو له مخې د شیشې تولید یې هم ډیر شوی دی. هلمند یو له هغو ولایتونو دی چې پکې شیشه تولیدیږي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې د راپور له مخې په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د مت امفتامینو ډیریدل د اندېښنې وړ دي او د افغانستان په هلمند، هرات، فراه او بادغیس ولایتونو​ کې تولیدیږي.

XS
SM
MD
LG