د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لرغونپوه او د کابل پوهنتون استاد رسول باوري مړ شو


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخواني معین او د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد رسول باوري
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخواني معین او د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد رسول باوري

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخواني معین او د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد رسول باوري د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه٠

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین هارون حکیمي نن شنبه جون ۱۲( غبرګولې ۲۲) ویلي چې پوهاند رسول باوري نن سهار وختي د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

هغه په دې اړه ویلي: "د پوهاند استاد محمد رسول باوري مړینه، د ټول افغان ملت غمیزه ده."

پوهاند محمد رسول باوري څوک و؟

پوهاند رسول باوري په ۱۳۳۶ کال کې د ارزګان ولایت په هراوت ولسوالۍ کې زېږېدلی او په خپله سیمه کې د ابتدايي زده کړو تر پای ته رسېدو وروسته د کابل پوهنتون ته بریالی شو.

نوموړی په هالنډ هیواد کې د لرغونپوهنې په برخه کې تر ماسټرۍ کولو وروسته په خوست کې د شیخ زاهد پوهنتون او تر هغه وروسته د کابل پوهنتون د لرغونپوهنې څانګې مشر او استاد، د پوهنې وزارت نصاب مسؤل او په دې وروستیو کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معین و.

هغه شااوخوا میاشت مخکې د یاد وزارت له فرهنګي معینیت څخه استعفا ورکړې وه.

د څېړونکي سیف لودین د معلوماتو په اساس پوهاند باوري پخپل ژوند کې ۳۰ علمي اثار او تر ۳۰۰ زیاتې علمي او تحقیقي مقالې لیکلي دي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکې ټولنې لپاره د بوهاند محمد رسول باوري مړینه یوه ستره ضایعه بللې ده.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي: "پوهاند باوري د کابل پوهنتون د مخکښو استادانو له جملې څخه وو، چې د لرغون پوهنې، تاریخ او فرهنګ په برخه کې ډېر لیکلي آثار د معنوي میراث په توګه هېواد ته پرېښي دي او تر څنګ يې په یادو برخو کی ډېر محصلان هم روزلي دي."

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کارونکو او علمي او فرهنګي شخصیتونو د استاد رسول باوري پر مړینې خواشیني ښودلې او د هغه مړینه یې د هیواد لپاره لویه تشه بللې ده.

XS
SM
MD
LG