د لاس رسي وړ اتصالات

فيليپو ګراندې د افغان کډوالو د ستونزو د اوږدمهاله هواري غوښتنه کړې


فیلیپوګراندې پاکستان ته د خپل درې ورځیني سفر په ترڅ کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او نورو پاکستاني چارواکو سره په دغه هیواد کې د نږدې درې میلیونو افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
فیلیپوګراندې پاکستان ته د خپل درې ورځیني سفر په ترڅ کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او نورو پاکستاني چارواکو سره په دغه هیواد کې د نږدې درې میلیونو افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) مشر فيليپو ګراندې پاکستان ته د درې ورځني سفر په پای کې هلته د مېشتو افغانانو لپاره "د اوږدمهاله حل لارو د هڅو د غښتلتیا" او د کوربه ټولنو د "ملاتړ" غوښتنه کړې ده.

د جولای پر نهمه (د چنګاښ پر ۱۹مه) ناوخته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ليکلي چې ګراندې د خيبر پښتونخوا په پېښور او هريپور کې له افغان کډوالو سره وکتل. خبرپاڼه زياتوي چې کډوالو له ښاغلي ګراندې سره د خپل اوسني وضعیت په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړې.

ګراندې د خپل درې ورځني سفر پر مهال د پاکستان له صدراعظم شهباز شريف، د بهرنيو چارو له وزير محمد اسحاق ډار، د سرحداتو له وزير امير مقام او د کورنيو چارو او بهرنيو چارو وزارتونو له لوړ پوړو چارواکو سره وليدل.

ګراندې د جولای پر نهمه (د چنګاښ پر ۱۹مه) له شهباز شريف سره تر ليدو وروسته پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې د کډوالو د ستونزې د هواري لپاره "د نړیوالو په ملاتړ، پر انصاف ولاړې دوامدارې تګلارې ته اړتيا ده."

د يو اېن اېچ سي ار خبرپاڼه کاږي چې فيليپو ګراندې له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې پر وخت باندې د افغانانو د مهاجرت د راجسټرېشن (پي او ار) کارتونه تمديد کړي.

په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۳ لکه افغانان پي او ار کارتونه لري چې موده يې د روان ۲۰۲۴م کال د جون پر ۳۰مه پای ته رسېدلې ده. پر دې سربېره هلته څه باندې اته لکه افغانان د افغان سيټيزن يا تابعيت کارتونه لري چې په پاکستان کې د شناختي کارتونو او نورو اسنادو جوړولو له ادارې (نادرا) سره راجسټر دي. پر دې سربېره په پاکستان کې لکونه نور افغان اوسېږي چې غير راجسټر دي.

خبرپاڼه زياتوي، ګراندې له پاکستان څخه د "د قانوني اسنادو نه لرونکو بهرنیانو د ستنېدو پلان" د ځنډولو ستاينه وکړه او په دې اړه يې ډاډ وغوښت چې دا عمل به همداسې روان وي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳م کال د نومبر مياشتې له لومړۍ نېټې راهيسې له هغه هېواد څځه د بې اسناده افغانانو د جبري ايستلو لړۍ پيل کړه. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنري او د پاکستان حکومت وايي چې اسلام اباد تر دا مهاله تر شپږ لکه زيات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

د اسلام اباد له خوا په زوره د افغان کډوالو د ايستلو د لړۍ له پيلېدو راهيسې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي او يوشمېر يې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور د پوليسو له خوا نيول شوي هم دي.

د جولای پر نهمه (د چنګاښ پر ۱۹مه) د ګراندې او شريف تر منځ له ملاقات وروسته د پاکستان د صدراعظم دفتر په يوه خبرپاڼه کې د شهباز شريف له خولې ويلي چې ملګري‌ ملتونه دې له افغان کډوالو سره مرسته وکړي چې پکې افغانستان ته د هغوی ستنول شامل دي.

په خبرپاڼه کې د شهباز شريف له خولې زیاته شوې چې د پاکستان حکومت له اقتصادي او امنيتي ستونزو سره مخامخ دی نو په کار ده چې ملګري ملتونه د افغان کډوالو په اړه يوه داسې تګلاره غوره کړي چې له مخې یې "له کډوالو او پاکستان سره مرسته وشي."

ګراندې له تېرو شاوخوا ۴۵ کلونو راهيسې د افغان کډوالو د کوربه توب له امله د پاکستان ستاينه وکړه. نوموړي وړاندیز وکړ چې د روان ۲۰۲۴م کال په وروستیو کې به د داسې مذاکراتو لپاره زمينه برابره کړي چې په هغه کې کلیدي برخه اخیستونکي د حل یوه داسې کړنلاره جوړه کړي چې په پاکستان کې مېشت افغانانو او کوربه هېواد ته يې ګټه ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ خبرپاڼه په پای کې ليکي، "لکه څنګه چې پاکستان د شاوخوا درې ميليونه افغانانو کوربه توب ته دوام ورکړی، باید د کډوالو پر داوطلبانه ستنېدو سربیره ټولې حل لارې ولټول شي چې په هغوی کې په درېیم هېواد کې بیا میشتېدنه او په پاکستان کې دننه د اوږدې مودې حل لارې شاملې دي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنر فيليپو ګراندې د جولای پر اوومه (د چنګاښ پر ۱۷مه) پاکستان ته تللی وو. یو اېن اېچ سي ار وايي چې ګراندې هلته د ښځو په ګډون د افغان کډوالو له استازو سره په غونډو کې د هغوی "د اندېښنو" په اړه معلومات ترلاسه کړل او ورته یې د ملګرو ملتونو د "ملاتړ" ډاډ ورکړ.

بل خوا په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوالو ويلي چې دوی هغه هېواد ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کميشنر د سفر له پايلو هیلې لري، خو په وينا يې باید هغو ستونزو ته جدي پاملرنه وشي چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال ورسره مخامخ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG