د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه پاکستان کې افغان کډوالو د اوسیدانې د کارتونو د تمدید هڅه کوي


د پاکستان حکومت په ۲۰۰۶ کال کې ۱.۳ میلیونو افغان کډوالو ته چې هغه مهال یې په دغه هیواد کې د اوسیدنې کارتونه نلرل د (PoR) په نوم د پیژندګلوۍ کارتونه وویشل.
د پاکستان حکومت په ۲۰۰۶ کال کې ۱.۳ میلیونو افغان کډوالو ته چې هغه مهال یې په دغه هیواد کې د اوسیدنې کارتونه نلرل د (PoR) په نوم د پیژندګلوۍ کارتونه وویشل.

په پاکستان کې د (PoR) کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسیدانې د مودې د پاې ته رسیدلو وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (یو این ایچ سي ار) ویلي، هڅه کوي چې د پاکستان حکومت د دغسې کارت لرونکو کډوالو د اوسیدانې موده یو ځل بیا وغځوي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسیدلو نیټه د روان ۲۰۲۴ کال د جون په ۳۰ (چنګاښ لسمه) پاې ته رسیدلې ده. د پاکستان حکومت د روان کال د اپریل په ۲۶ (ثور اووم) ددغو کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسیدانې نیټه د دریو میاشتو لپاره تمدید کړې وه چې د جون میاشتې په پاې کې پاې ته ورسیدله.

د ملګرو ملتونود کډوالو عالي کمیشنرۍ د جمعې په ورځ جولاۍ پنځم (چنګاښ ۱۵) په یو راپور کې ویلي: "د ملګرو ملتونود کډوالو عالي کمیشنري د "پي او ار" کارت لرونکو کډوالو د اوسیدانې د نیټې د تمدید لپاره د جون د میاشتې د ۳۰ وروسته خپلې هڅې کړندۍ کړي دي اوهمداشان ددغه بهیر څخه له نږدې او دقیق ډول څارنې ته دوام ورکوي".

د پاکستان حکومت په ۲۰۰۶ کال کې ۱.۳ میلیونو افغان کډوالو ته چې هغه مهال یې په دغه هیواد کې د اوسیدنې کارتونه نلرل د پیژندګلوۍ کارتونه وویشل چې د (PoR) په نوم یادیږي.

دا کارتونه په تیرو ۱۸ کلنو کې پنځه ځلې تمدید شوي دي. اټکل کیږي چې شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال په پاکستان کې د (PoR) په نوم د کارتونه لري.

ددغو کارتونو مهلت لومړی د ۲۰۱۲ کال د ډسمبر په ۳۱، بیا د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په ۳۱ او بیا د پاکستان حکومت ددغو کارت لرونکو د اوسیدانې موده په ۲۰۲۱ او بیا د ۲۰۲۳ د ډسمبر په ۳۱ او په وروستي ځل د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل په وروستیو کې تمدید کړی وه.

ددې دمخه په پاکستان کې د ملګرو ملتونو په عالي کمیشنرۍ کې د ساتنې د برخې مشرې صوفیه جامباز شولي، ویلي و چې د (PoR) کارتونو موده بیا تمدید کیږي، خو زیاته کړې وه چې په دې اړه وروستۍ پریکړه د پاکستان حکومت کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په دې راپور کې د پاکستان له حکومت غوښتي چې د افغان کډوالو څخه دې ملاتړ وکړي او د افغان کډوالو د ستونزو د هوارولو په برخه کې دې د دپلوماتیکو چینلونو له لارې د یوې ستراتیژۍ له مخې کار واخلي.

همداشان د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د ۱۵ وروسته د روان ۲۰۲۴ کال د جون د ۲۷ ورځې پورې ۶۳۹ زره افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي، چې ددې ډلې ۱۴۸ زره یې د روان کال له پیل څخه د جون د میاشتې تر وروستیو خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په یو راپور کې ویلي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدلو لړۍ د روان کال د مارچ د میاشتې راهیسې چټکه شوې چې د مې په میاشت د اپریل د میاشتې پرتله د ستنیدیونکوکډوالو شمیر کې زیاتوالی راغلی او په دغه میاشت تر ۴۰ زرو پورې کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په درېیمه د پاکستان لنډ مهالي حکومت ټولو بهرنیو وګړو ته چې په دغه هیواد کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلرل د نومبر د لومړۍ ورځې پورې په خپله خوښه له پاکستان څخه د وتلو لپاره مهلت ورکړی وو.

دغه حکومت ویلي و د مهلت د ټاکلې نیټې وروسته به د قانوني اسنادو نلرونکي کډوال ونیسي او خپلو هیوادونو ته به یې ستانه کړي.

که څه هم د پاکستان حکومت د ژمي پر مهال له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د شړلو لړۍ یو څه ورو کړې وه، خو د نوي کال د پسرلي وروسته یې ددغسې کډوالو د ایستلو بهیر یو ځل بیا چټک کړی دی.

د پاکستان حکومت له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه تراوسه د نړیوالې ټولنې او بشري حقونو نړیوالو بنسټونو غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی، خو ویلي دي چې دا حکومت یوازې هغه کډوال چې په پاکستان کې د اوسیدلو قانوني اسناد نلري له ددغه هیواد څخه د خپلو داخلي قوانینو پر اساس چې د نړیوالو قوانینو سره هم اړخ لګوي وباسي.

دمخه داسې راپورونه ورکړل شوي و چې د پاکستان حکومت له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو په دوېیم پړاو کې شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال له دغه هیواد څخه وباسي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد چې د قطر په پایتخت دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په غونډه کې یې ددغه حکومت په استازولۍ ګډون کړی و، ویلي چې ددغې غوندې په څندو کې یې د پاکستان د حکومت د پلاوي د مشر اصف دراني سره کتلي او له هغه یې غوښتي چې افغان کډوال دې له دغه هیواد څخه ونه شړي.

د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۳.۲ میلیونه د کډوالو په توګه ژوند کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG