د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو اړوند چارو لپاره ۶۲۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده


په پاکستان کې افغان مهاجر
په پاکستان کې افغان مهاجر

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په روان ۲۰۲۴ کال کې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو سره د مرستو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۶۲۰.۴ میلیونو ډالرو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو ددغې ادارې د اټکل له مخې اوس مهال په ایران او پاکستان کې ۷.۷ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د شمیرنو له مخې پاکستان د شاوخوا ۳.۲ میلونه افغان کډوالو او نورو افغانانو چې له دغه هیواد څخه درییم هیواد ته د تللو انتظار باسي، کوربه دی.

دغې کمیشنرۍ په راپور کې ویلي چې د تیر۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان د حکومت له خوا له دغه هیواد څخه د غیرقانوني کډوالو د وتلو د مهلت د نیټې د پوره کیدو وروسته تراوسه پنځه سوه زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د شمیرنو له مخې د تیر۲۰۲۳ کال د ډسمبر د میاشتې تر ۳۱ ورځې پورې پاکستاني امنیتي ادارو په دغه هیواد کې شاوخوا ۳۱ زره افغان کډوال نیولي او په زندانونو کې اچولي دي.

په عین حال کې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د طالبانو له خوا ګمارل شوي جنرال قنسول عبدالجبار تخاري د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۰ (مرغومې ۳۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور شوې ویډیوي پیغام کې ویلي چې د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۵۸ افغان کډوال د سند د ایالت له زندانونو خلاص شوي او افغانستان ته انتقال شوي دي.

ښاغلي تخاري ویلي چې په تیر یو کال کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۳۲۰۰ څخه زیات افغان کډوال د سند ایالت له زندانونو خوشې شوي دي.

هغه ویلي چې لا هم ۲۲۱ تنه افغانان د دغه ایالت په زندانونو کې بندیان دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په خپل راپور کې په ایران کې د میشتو افغان کډوالو په اړه ویلي چې اوس مهال په دغه هیواد کې ۴.۵ میلیونه افغان کډوال اوسییږي. دغې کمیشنرۍ ویلي چې په دې شمیر کې هغه افغان کډوال هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته یې دغه هیواد ته پناه وړې ده.

د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د راپور پر اساس د دغه شمیر ۲.۶ میلیونه یې په ۲۰۲۲ کال کې ثبت شوي وو او ۷۵۰ زره نور په ایران کې د امایش په نوم د اوسیدانې کارتونه لري .

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د خیر ښیکڼې د چارو لپاره ۳۶۸.۳ میلیونه ډالرو او په ایران کې میشتو افغان کډوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۲۵۲.۱ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

دغې ادارې ویلي چې دا پیسې به کډوالو ته د خوندیتوب، ماشومانو، زده کړو، خوړو، روغتیا، خوارځواکۍ، سرپناه، اوبو او نغدي مرستو په برخو د مرستو د برابرولو په چارو په مصرف ورسیږي.

دغې کمیشنرۍ ۲۰۲۴ کال ته په کتنې په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې وضعیت د ننګونو ډک بللی دی.

په دې راپور کې په افغانستان کې بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو او د مذهبي او قومي اقلیتونو وضعیت همداسې وخیم بللی او ویلي دي چې په دغه هیواد کې بشري اړتیاوې په لوړه کچه کې دي او ۲۳.۷ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کیدو لپاره په بیړني ډول بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان کې بشري وضعیت د ویجاړونکو طبیعي پیښو او د اقلیم د بدلون څخه زیږیدلو اضطراري شرایطو له امله لا خراب شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG