د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د ایران د اټومي موافقې په هکله پریکړه اعلانوي


ټاکل شوې چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونلد ټرمپ د واشنگټن پر وخت د جمعې په ماسپښین د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو سره د اټومي موافقې په اړه خپل تصمیم اعلان کړي.

امریکایي چارواکي وایي، د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ به اعلان وکړي چې د ایران سره اتومي موافقه نوره د امریکا د ملي ګټو لپاره مهمه نده.

ځینو امریکایي چارواکو ویلي دي چې ښاغلی ټرمپ به د دې اعلان نه وروسته په سمدستي توګه د موافقې نه امریکا ونه باسي او نه به هم په ایران اقتصادي بندیزونه وضع کړي.

له بلې خوا روسیې خبرداری ورکړی چې د ایران د اتومي موافقې نه د امریکا وتل به د نړۍ ثبات ته خطر پیښې کړي. او د ایران د پارلمان رئیس بیا ویلي دي چې که امریکا دا کار وکړي، ملګرو متلونو ته به سپکاوی وي.

خو د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین ویاند دمیترې پیسکوف ویلي دي که امریکا د موافقې نه ووځي، دا کار په ټولې نړۍ کې ثبات، امنیت او د اتومي وسلو د نه خپرولو چارو ته زیان رسوي.

په همدې حال کې د ایران د پارلمان رئیس علي لاري جاني چې مسکو ته په رسمي سفر تللی، وایي چې د ایران سره د اتومي موافقې نه د امریکا وتل به ملګرو ملتونو ته سپکاوی وی.

ښاغلي لاریجاني خبرداری ورکړی چې په اتومي موافقې کې هر ډول بدلون به ایران اقدام کولو ته مجبوره کړي. د ایران د پارلمان مشر همدارنګه خبرداری ورکړ چې د موافقې نه د امریکا وتل به " د نړۍ وضعیت بې ثباته کړي."

XS
SM
MD
LG