د لاس رسي وړ اتصالات

په لومړی ځل په افغانستان کې د یو امریکایي جنرال وژل کیدل


جنرال هارولد گرین د سه شنبې په ورځ د افغانستان د جگړې په اوږدو کې په پوځي لیکو کې د یو خورا مرگوني برید په ترڅ کې ووژل شو. امریکایي مقاماتو وویل چې دا امریکایي جنرال ٣۴ کلنه کاري سابقه درلوده او د آیساف یو لوړپوړی منصبدار و.

جنرال گرین پنځه پنځوس کلن و، میرمن یې سوزن له پوځ څخه تقاعد کړی، یو ځوی او یو لور لري چې د ویرجینیا په ایالت کې ژوند کوي. د هغه ځوي متیو په پوځ کې دی او لور یې په نیویارک کې د بیگ هامنتین په نوم له پوهنتون څخه فارغه شویده.

د سه شنبې د ورځې په برید کې ددې امریکایي جنرال تر څنگ پنځه لس تنه ټپیان شول چې په کې یو جرمني جنرال او دوه افغان جنرالان هم شامل دي. د افغان مقاماتو په وینا د ټپیانو له جملې څخه اوه امریکایان او پنځه برتانیویان دي.

د امریکا د اردو ویاندې جنرال وانیتا چنگ، د ویرجینیا ایالت په په فالز چرچ کې د جنرال گرین د کور بهر د هغه د کورنۍ له قوله وویل چې " د امریکا اردو او دوو هیوادونو، متحده ایالتونو او افغانستان یو اتل له لاسه ورکړ."

جنرال گرین د مسلک له پلوه انجنیر و او لومړی ځل و چې یوې جنگي سیمې ته په ماموریت گمارل شوی و.

هغه خپل کار په لویزیانا کې د فورت پولک په نوم پوځي پوهنتون کې پیل کړ. تورن جنرال گرین په اصل کې له نیویارک څخه و او په کار کی ېې د یوه وتلي متواضع لارښود په توگه خورا ژر شهرت تر لاسه کړی و.

جنرال گرین افغانانو ته د امنیت د انتقال په گډ ماموریت کې د عمومی قوماندان مرستیال و. د هغه دنده دا وه چې د سږ کال د پای نه وروسته کله چې اییتلافی ځواکونه د افغانستان څخه وځي، افغان پوځیان د خپل هیواد د ساتنې خورا مهم ماموریت لپاره وروزي.

امریکایي چارواکي وایي چې د پیښې په اړه به څیړنې کوي. سپینې ماڼۍ ویلي " ددې غمجنۍ پیښې نه معلومیږي چې زمونږ ځواکونه هره ورځ څومره قربانۍ ورکوي او څومره خدمونه کوي."

همدرانګه د امریکا د ملي دفاع وزارت (پنټاګان) چارواکي وایي تر اوسه دا نده معلومه چې آیا دا پیښه د مخکې نه پلان شوې وه او که برید کوونکي د موقع نه ګټه اخیستې ده.

د پنټاګان ویاند د سمندري ځواکونو تورن جنرال جان کربي وایي" دا پیښه به په افغان امنیتي ځواکونو باندې د امریکايي ځواکونو باور او اعتماد کم نکړي."

XS
SM
MD
LG