د لاس رسي وړ اتصالات

ټیلرسن د کابل او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پلوي کوي


د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د افغانستان د مسلې د حل لپاره پر دېپلوماسۍ ټینگار کوي.
د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د افغانستان د مسلې د حل لپاره پر دېپلوماسۍ ټینگار کوي.

ولسمشر ټرمپ په دې فکر کوي چې نور امریکايي عسکر افغانستان ته ولېږي او که نه، ځکه چې یوشمېر څیړونکې فکر کوي چې د سرتیرو زیاتول گټه نه لري.

د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د افغانستان د مسلې د حل لپاره په دېپلوماسۍ باندې ټینگار کوي او وایي چې په راتلونکې تگلاره کې باید د سولې خبرو اترو ته ډېره پاملرنه وشي.

د متحده ایالاتو د حکومت جگپوړي چارواکي پر هغو لارو چارو هم غور کوي چې په سیمه کې شخړې له منځه یوسي او ثبات راولي او په دې کې د خبرو اترو مسله هم شامله ده چې د سولې بهیر پرمخ بوزي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دې شعار خپله انتخاباتي مبارزه پر مخ بېولې وه چې " امریکا په هرڅه کې لومړیتوب لري" او اوس خلک دیته متوجه دي چې د هغه بهرنۍ پالیسي به د افغانستان له اوږدې جگړې په اړه څه ډول معامله وکړي.

داسې رپوټونه خپاره شوي دي چې په سپینه ماڼۍ کې پوځي چارواکو او د ټرمپ د مشاورینو ترمنځ د افغاسنتان پر موضوع اوږدې خبرې اترې شوې دي، خو د سرتیرو د لیږد او یا کمولو پر پلانونو موافق نه دي. یوشمیر امریکايان افغانستان ته د سرتیرو لیږد گټور نه بولي.

د افغانستان مسله او د امریکا نوې ستراتیژي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

هېدر ناورت د بهرنیو چارو د وزارت ویانده وايي چې د سولې خبرې اترې د نوي تگلارې یوه برخه ده. ویانده زیاتوي "په ډېرو ډیرو هېوادونو کې یوازې نظامي ستراتیژي بري ته نه رسیږي، او په اوږده موده کې پکار ده دواړه خواوې مذاکرات وکړي او د اینده پریکړې وکړي".

کله چی له ولسمشر ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې ایا نور امریکايي عسکر به افغانستان ته ولیږي هغه وویل:" وبه گورو".

یو شمیر تحلیل کوونکي خبرداری ورکوي که ټرمپ په افغانستان کې د عسکرو په اړه د وخت له قید نه پرته تعهد وکړي، نو سیاسي تاوان به وکړي او پکارده چې یوه هراړخیزه ستراتیژي عملي شي څو د افغانستان د حکومت ډېرې ستونزې حل کړي.

د ویلسن د څېړنیز مرکز غړی مایکل کوگلمین وايي "زه فکر کوم موږ باید په دیپلوماتیکه ستراتیژۍ غور وکړو. په خاصه توگه د افغانستان له حکومت سره چې له ډیرو ستونزو سره مخامخ دی، څه ډول معامله وکړو. دا ډیره ستره شخړه ده."

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله تازه مرکه کې له امریکا غږ سره د داسې پالیسۍ شدید مخالفت وکړ چې جنگ زیاتوي. هغه وویل چې د متحدو ایالاتو د هغې پالیسۍ پلوي کوي چې د سولی او یووالي لپاره کار وکړي او د افغانستان او گاونډیو ترمنځ د ښو اړیکو پراختیا وغواړي."

یوشمیر امریکایان ولسمشر ټرمپ دېته هڅوي چی په افغانستان کې له نظامي اړخه دخیل پاتی شي، هغوی د افغانستان د پراخو معدني ذخایرو په نظرکې نیولو سره داخبره کوي.

نظر دادی چې له لویدیځو شرکتونو نه د افغانستان د پراخو معدني ذخایرو په را ایستلو کې کار واخیستل شي.

په ٢٠١٠ کال کې د افغانستان د معدني ذخایرو ارزښت یو تریلیون ډالر اټکل شوی و. خو د افغانستان له معدنونو نه گټه اخیستل د نا امنۍ ، اداري فساد او د زیربنا د نیمگړتیا له امله په دا اوس وخت کې ډیر گران بریښي.

XS
SM
MD
LG