د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ته د امریکا په مرستو کې بیساری کمښت


پاکستان ته د امریکا د مرستو د کمیدو اصلي دلیل د ترهگرۍ پر ضد مبارزه کې ددې هیواد ورو عمل کول دي
پاکستان ته د امریکا د مرستو د کمیدو اصلي دلیل د ترهگرۍ پر ضد مبارزه کې ددې هیواد ورو عمل کول دي

د امریکا ایالاتو په لومړي ځل د تیرو لسو کلونو راهیسې له خپل دودیز متحد پاکستان سره خپلې پوځي او پرمختیایي مرستې خورا کمې کړي دي.

د ترهگرو ډلو پر ضد مبارزې کې د رښتینې همکارۍ د نه کولو نه زیږنده اندیښنې پاکستان ته د امریکا د مرستو د کمیدو اصلي لامل دی.

پاکستان چې په ٢٠١٠ کال کې یې د امریکا د متحده ایالاتو نه څه دپاسه څلور نیم میلیارده ډالر پوځي او پرمختیایي مرستې ترلاسه کړې وې، سږکال به له یو میلیارد نه کمې مرستې ترلاسه کړي. ددې بیساري کمښت اصلي سبب د امریکایي مقاماتو او د کانگرس د غړو مخ په زیاتیدونکې اندیښنې دي چې د ترهگرو ډلو د بی قید او شرطه ځپلو لپاره د پاکستان د دولت د ورو عمل په اړه یې لري.

پاکستان په ١٩۴٧ کې د خپل جوړښت راهیسې د امریکا دودیز متحد پاته شوی په تیرو ١٦ کلونو کې یې ٣٣ میلیارده ډالر د واشنگټن نه مالي مرستې ترلاسه کړي دي. ددې مرستو په ځانگړې توگه د پوځي مرستو نه د امریکا مقصد د ترهگرۍ پر ضد د پاکستان د پوځ د ظرفیتونو لوړول دي.

اوس ددې دودیزې راکړې ورکړې بازار لویدلی او د دونالد ټرمپ حکومت د امریکا کانگرس ته د پاکستان سره د مالي مرستو ډیره لږه اندازه پیسې د تصویب لپاره استولي دي. په ٢٠١٧ کې پاکستان ته د د امریکا پوځي مرستې یواځې ۳۲۰ میلیون ډالره دي او اقتصادي مرستې یې ۴۲۳ میلیونو ډالرو ته رسیږي.

د امریکا د مانگرس د استازو د مجلس غړي تیودور پو، تازه ویلي دي چې د حقاني شبکې، د طالبانو د تحریک، لشکر طیبه په څیر ترهگرې ډلې او نورې تروریستي ډلې چې په افغانستان او هند کې بریدونه کوي په پاکستان کې میشت دي او ددې هیواد له لورې ورسره ماليو استخباراتي، تجهیزاتي او روزنیزې مرستې کیږي.

ښاغلی پو او یو شمیر نور امریکايي وکیلان له اوږدې مودې راهیسې ټینگار کوي چې واشنگټن باید پاکستان ته هر ډول مالي مرستې بندې کړي.

که څه هم چې د باراک اوباما د حکومت په اته کلنې دوره کې د ترهگرۍ پر ضد مبارزې کې د پاکستان د صداقت په اړه د اندیښنو سره سره دې هیواد ته د امریکا مرستې زیاتې شوې خو د پاکستان سره د دونالد ټرمپ د حکومت لومړی اقدام بل ډول بریښي.

د امریکا جمهور رئیس تیره میاشت د هند د صدراعظم نریندرا مودي کوربه و او یوه عمده مسله چې پرې خبرې وشوې په پاکستان کې د ترهگرو ډلو شتون و. د امریکا بل متحد افغانستان هم د پاکستان نه جدي شکایتونه لري چې د طالبانو او د حقاني شبکې په څیر ورانکارې ډلې تجهیز او تمویلوي او آسانتیاوی ورته برابروي چې په افغانستان کې جگړې ته دوام ورکړي.

خو پاکستان په وار وار د ترهگرو سره هر ډول مرسته کول رد کړي او ددې هیواد مقاماتو ټینگار کړی چې پاکستانیانو د ترهگرو ډلو په وړادنې په مبارزه کې انساني او مالي تاوانونه لیدلي دي.

XS
SM
MD
LG