د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا:پاکستان د افغان طالبانو او حقاني ضد لازم اقدام نه دی کړی


جنرال وزیري وایي که چیرې د تروریستانو ځالې په پاکستان کې ختمې شي په افغانستان کې په هماغه ورځ امنیت راځي
جنرال وزیري وایي که چیرې د تروریستانو ځالې په پاکستان کې ختمې شي په افغانستان کې په هماغه ورځ امنیت راځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوال تروریزم په اړه په خپل کلني راپور کې پر پاکستان انتقاد کړی چې د ترهګرو ضد یې لازم اقدامات نه دي کړي.

په دغه کلني راپور کې ویل شوي چې اسلام اباد یوازې د هغو وسله والو اورپکو پر ضد پوځي اقدامات کړي چې د پاکستان په ضد فعالیت کوي. افغان حکومت دغه راپور ستایلی دی خو وایي چې خبرې کافي نه دي، بلکې امریکا باید په دې برخه کې عملي ګامونه هم واخلي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري راز وویل "عملي کار دا دی چې پر پاکستان باندې فشار واچول شي، مرستې ورسره ونه شي، په زغرده ورته وویل شي چې د تروروریستانو د ملاتړ څخه دې لاس واخلي".

نوموړي وویل همدا چې په پاکستان کې د ترهګرو ځالي ختمې شوي" په افغانستان او سیمه کې امنیت راتللی شي".

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په راپور کې ویل شوي چې تیرکال په افغانستان کې ډیر داسې تروریستي بریدونه شوي چې د حقاني او طالبانو ډلو په پاکستان کې په خپلو پټنځایونو کې تنظیم کړي وو.

راپور وايي چې پاکستان د لشکر طیبه او جیش محمد تروریستي ډلو پر وړاندې هم کوم اقدام نه دی کړی. دا دواړه ډلې د افغانستان سربیره په کشمیر کې هم د هندي ځواکونو په خلاف جنګ کوي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا په اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته وویل هېواد یې په خپلې خاورې کې د تروریستانو د ختمولو ټینګ عزم لري.

ښاغلي زکریا وویل "مونږ د پاکستان په خوا کې د تروریزم له منځه وړلو لپاره ټینګ عزم لرو. مونږ په دې برخه کې قوي اقدامات کړي او زه فکر کوم چې زمونږ هڅې بریالۍ وې، چې د امریکا په ګډون د نړۍ د ډیرو هیوادونو له خوا پرې اعتراف هم شوی دی".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په ټینګار وویل چې پاکستان د تروریستانو د ډلو ترمنځ توپیر نه کوي او د ټولو ډلو پر وړاندې یو ډول عمل کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال پاکستان تورنوي چې د ترهګرۍ پر ضد جدي اقدامات نکوي، چې اسلام اباد ته د واشنګټن کلنۍ مالي مرست له شاوخوا څلور میلیارده ډالرو څخه څه کم یو میلیارد ډالرو ته راکمه شوې ده.

ظاهرآ د دغه کار علت هم د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان نه همکاري ښودل کیږي.

XS
SM
MD
LG