د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په کرکټ کې د هند ۴۰ کلن ریکارډ مات کړ


د متحده ایالاتو د کرکټ ملي لوبډلې سه شنبه فبروري ۱۸ (سلواغې ۳۰) په یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کې د عمان لوبډلې ته د ۵۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د هند ۴۰ کلن ریکارډ یې مات کړ.

امریکا پدې لوبې کې ۱۲۲ منډې کړې وې او د عمان ټوله لوبډله د لوبې په ۲۶م اور کې پداسې حال کې وسوځیده چې یوازې ۶۵ منډې یې کړې وې.

دا په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې لومړی ځل دی چې یوه لوبډله د دومره کمو منډو دفاع کوي او لوبه ګټي.

تر دې وړاندې دا ریکارډ د هند د لوبډلې سره و.

هند په ۱۹۸۵ میلادي کال کې په یوې ورځنۍ نړیوالې لوبې کې چې د شارجې په لوبغالې کې د پاکستان په خلاف شوې وه، ۱۲۵ منډې کړې وې خو د پاکستان لوبډلې دا هدف پوره نشوی کړی او هند د ۳۸ منډو په توپیر ګټلې وه.

د امریکا لوبډلې پدې لوبې کې ۲۵.۳ اورونه وکړل خو یو اور هم پکې تیز توپ اچوونکي ونکړ.

دا همدارنګه د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یوه لوبه پداسې حال کې بشپړیږي چې هیڅ اور پکې تیز توپ اچوونکی نکوي.

د سه شنبې ورځې لوبه په عمان کې وه او د کرکټ نړیوالې شورا د نارینه نړیوال جام دویم لیګ برخه ده.

د امریکا لپاره تر ټولو ډیرې منډې ملیندا کمار کړې وې. هغه ۴۷ منډې کړې وې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

او د عمان لپاره بیا ډیرې منډې ۲۹ وې چې حماد مرزا کړې وې او څلور لوبغاړي یې پرته لدې چې کومه منډه وکړي، وسوځیدل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG