د لاس رسي وړ اتصالات

د کاناډا او امریکا ترمنځ‌ سرحد بېرته پرانسیتل کیږي


د امریکا او کاناډا تر منځ د تګ رتګ ۱۱۷ لارې دي.
د امریکا او کاناډا تر منځ د تګ رتګ ۱۱۷ لارې دي.

د کاناډا او امریکا تر منځ د تګ راتګ پولې د ۲۰۲۰ کال د مارچ میاشتې راپدیخوا د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر تړل شوي خو اوس چارواکي وایي ښایي بیرته پرانیستل شي.

د کاناډا حکومت ویلي چې د سرحد پرانیستل به تدریجي وي او ځیني محدودیتونه به پخپل ځای پاتې وي. حکومت د محدودیتونو په هکله څه ندي ویلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د کرونا وبا د پیل نه وړاندې هره ورځ په اوسط ټول ۴۰ زره کسان د کاناډا و امریکا تر منځ د سرحد نه تیریدل راتیدل او د دواړو هیوادونو تر منځ شاوخوا ۲ ملیارده ډالر سواګري کیدله.

د کاناډا او د امریکا د متحدو ایالتونو تر منځ د تګ راتګ لپاره ۱۱۷ لارې دي.

د روغتیایي چارو کارپوهان پدې اند چې د سرحد د پرانیستل کیدو وروسته هم ښایي خلک د محدودیتونو سره مخ شي.

د کاناډا په ونکور کې د پوهنتون پروفیسر کیلي لي پدې اند دی چې ښایي د سرحد نه تیریدونکي خلک پدې وویشل شي چې آیا د کرونا ضد واکسین یې کړی که نه.

کیلي وویل تر ټولو غوره لاره دا ده چې مسافر د واکسین د پاسپورټ پر اساس سره وویشل شي خو یو شمیر کسان بیا د دې پاسپورټ په لرلو اعتراضونه لري.

یو شمیر نور کسان بیا پدې اند دي چې د خلکو د ډیر تګ راتګ له وجې ښایي په کاناډا کې حکومت د امکاناتو او چمتوالي په برابرولو سره د فشار سره مخ شي.

د روغتیایي چارو کارپوهان بیا وایي چې د سفر کولو نه وروسته ښایي هغو کسانو ته چې په بشپړه توګه واکسین شوي څرګنده شي چې پدې کار سره یې د سفر کول آسان کړي او نور خلک هم وهڅیږي چې ځانونه واکسین کاندي.

د کاناډا حکومت ویلي چې د روانې جون د میاشتې تر ۱۱ مې ۷۰ په سلو کې ددې هیواد وګړو ته لږ تر لږه د کرونا ضد یو ډوز واکسین شوی او نهه په سلو کې په بشپړه توګه واکسین شویدي.

XS
SM
MD
LG