د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا، کاناډا او مکسیکو مشران په سپینې ماڼۍ کې غونډه کوي


دا په تیرو پنځو کالونو کې لومړی ځل دی چې د دې هیوادونو مشران په درې اړخیزه غونډه کې برخه اخلي.
دا په تیرو پنځو کالونو کې لومړی ځل دی چې د دې هیوادونو مشران په درې اړخیزه غونډه کې برخه اخلي.

ټاکل شوې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن نن پنجشنبه نومبر ۱۶ (لړم۲۷) د کاناډا د صدراعظم جسټن ټروډو او د مکسیکو د جمهور رئیس اندریس مانیول لوپیز اوبرادور سره په سپیني ماڼۍ کې وګوري.

دا په تیرو پنځو کالونو کې لومړی ځل دی چې دا مشران په درې اړخیزه غونډه کې سره ګوري.

د اقلیم بدلون، مهاجرت، اقتصادي سیالۍ او د کویډ-۱۹ په هکله نوې ستونزې هغه موضوعات دي چې د شمالي امریکا مشران به پرې خبرې وکړي.

سپیني ماڼۍ ویلي چې د کاناډا او مکسیکو مشران به د جمهور رئیس جو بایډن سره د دوه په دوه غونډو نه وروسته په درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي. د دې هیوادونو مشرانو تیر ځل په ۲۰۱۶ کال کې دا ډول غونډه کړې وه.

د سپینې ماڼۍ د ویاندې مرستیال کریس میګر وویل، " دا د تیرو لسو میاشتو کار نتیجه ده چې د شمالي امریکا تګلاره پداسې بڼې بیرته ژوندۍ شي چې زمونږ د داخلي اقتصادي کامیابۍ لپاره مهمه وي او هم د سیمه ایزو او نړیوالې کچې د ستونزو د حل لپاره زمونږ په همکارۍ کې مهم نقش ولري."

جمهور رئیس جو بایډن واک ته تر رسیدو وروسته د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د مهاجرت د خوندیتوب موافقه چې "مکسیکو کې پاتې شئ" نومیده، وځنډوله خو وروسته بیا د متحده ایالاتو دوو ایالتونو په محکمې کې په فدرالي حکومت حقوقي دعوا وکړله او د دې پروګرام د بیرته پيل کیدو غوښتنه یې وکړله او ښایي په راتلونکو اونیو کې پیل شي.

د کارپوهانو په باور په متحده ایالاتو کې داسې احساس دی چې مکسیکو د امنیت په برخې هغومره اقدام نکوي چې باید یې وکړي او ښایي دا به د یو ممکنه جنجال برخه وي.

ها خوا بیا د کاناډا او امریکا تر منځ د "کيسټون پایپ لاین" تر څنګ چې د جمهور رئیس بایډن حکومت لغوه کړی او د اموالو د صادراتو وارداتو موضوعات ښایي د بحث وړ وي.

XS
SM
MD
LG