د طالبانو له خوا افغانستان کې په غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز د دوېیمې کلیزې په پوره کیدو سره هممهاله ددغه بندیز د غندنې په تړاو د نړیوالو غبرګونو په لړ کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرن ډیکر هم ویلي چې ددغه بندیز له امله د بې شمېره خلکو ژوند سخت اغېزمن شوی دی.
په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې د چهارشنبې د ورځې ناوخته د ایکس په ټولنیزه شبکه پر افغانانو باندې ددغه بندیز اغیزې ډیرې سختې یادې کړي او په بشرپاله چارو کې یې د ښځو په ګډون باندې ټینګار کړی دی.
کرن ډیکر ویلي: "دوه کاله کېږي چې طالبانو پر افغان مېرمنو په نادولتي موسسو کې پر کار کولو بندیز لګولې. په دې موده کې د بې شمېره خلکو ژوند سخت اغېزمن شوی دی. ښځې د بشرپاله هڅو لپاره اړینې دي او د دوی ایستل [بشرپاله هڅو څخه ګوښه کول] یوازې په افغانستان کې روان بحران لا پسې ژوروي. د افغانستان د باثباته او سوکاله راتلونکې د دوی له ونډې پرته ناشونې ده. د امریکا متحده ایالات د افغان میرمنو ترڅنګ ولاړ دي".
د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ د یو مکتوب په ترڅ کې په افغانستان کې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه. تیره ورځ ددغه بندیز څخه دوه کاله پوره شو.
طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ په یوه بله پریکړه کې پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز هم لګولی وو، چې ددې پریکړې څخه هم تیره ورځ دوه کاله پوره شو.
افغانستان لپاره د امریکا د سفارت د شادژدافیرې ددغه غبرګون وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم دغو ډواړو بندیزونو ته غبرګون ښودلی وو او د طالبانو څخه یې ددغو دواړو پریکړو د لغوه کیدو غوښتنه کړې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې د ورځې ناوخته ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۳۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه لیکلي چې په ټولنیز ژوند کې د افغان میرمنو او نجونو مشارکت د یو لا زیات باثباته، سوله ییز او هوسا افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري.
انتوني بلینکن لیکلي : "اوس د هغې ورځې څخه چې طالبانو ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو او په غیر حکومتي ادارو کې له کار څخه منع کړې دوه کاله پوره شول. افغان میرمنې او نجونې د یو لا باثباته، سوله ییز او هوسا افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري. موږ پر طالبانو باندې غږ کوو چې سمدستي دې خپلو فرمانونو ته بیا کتنه وکړي".
د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو دغو غوښتنو ته نه یوازې مثبت ځواب نه دی ورکړی، بلکې په پرله پسې ډول یې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار باندې بندیزونه نور هم پراخه کړي دي. د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیزونو په لړ کې طالبانو تازه په طبي انسیتیوتونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
ملګرو ملتونو د ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۲) خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د نجونو په طبي زده کړو باندې د طالبانو بندیز به په دغه هېواد کې موجود ناسم بشري کړکیچ لا پراخه کړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ټام فلیچر، چې د بشري او اضطراري مرستو د چارو تنظیم کوونکی هم دی
ویلي دي چې په افغانستان کې د نجونو په زده کړو باندې له دغه بندیز وروسته "دا وروستی سکتور و چې افغان ښځو په کې لوړې زده کړې کولای" شوای.
هغه زیاته کړه: "دا پرېکړه به په راتلونکو څو کلونو کې ۳۶۰۰۰ قابله ګانې او۲۸۰۰ نرسانې کاري ماحول (کار) ته له داخلېدو څخه راوګرځوي او تر زېږېدو مخکې، د نویو پېدا شویو ماشومانو او میندو د مړینې اندازه به هم پام وړ لوړه شي".
د طالبانو حکومت لا تر اوسه دا پریکړه، چې ویل کېږي د دغه ډلې د مشر، هبتالله اخندزاده په امر شوې، په رسمي ډول نه ده تائید کړې.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیټ د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو توپیرې چلند او پالیسو دوام ته په کتنې ویلي چې دا د ټولو مسوولیت دی چې ددغو پالیسو پر وړاندې ودریږي او هغوی چې ددغو کړنو مسوولیت لري حساب ورکولو ته حاضر کړي.
ریچارد بنیټ د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۹(لیندۍ ۲۹) د ایکس پر خپله پاڼه "زده کړې په تمه نشي پاتې کیدلی" په نوم د زده کړو د نړیوال بنسټ سره خپله مرکه خپره کړې چې په کې هغه یو ځل بیا د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو توپیري چلند بشري کرامت ته سپکاوی ګڼلی دی.
په عین وخت کې د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو د پراخه او دوامداره سرغړونو پای ته رسولو لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو حساب ورکول اړین دي او دا هیواد په دې برخه کې د یو شمیر هیوادونو له خوا د ترسره شویو اقداماتو ملاتړ کوي.
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت له خوا ډسمبر ۱۳(لیندۍ ۲۳) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د اروپايي ټولنې او همکارۍ لپاره ددغه هیواد د بهرنیوچارو وزیرخوزه مانویل الباریس په مادرید کې د افغان میرمنو د استازو په ګډون ددغه وزارت له خوا جوړ شوي یو کنفرانس ته ویلي چې هیواد یې د افغان میرمنو او نجونو حقونو خوندیتوب او ورڅخه ملاتړاو په افغانستان کې د بشري حقونو څخه سرغړونکو د معافیت له منځه وړلواو د ترسره شویو جنایتونو پر وړاندې حساب ورکونې ته ژمن دی
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې ویلي چې ددغه کنفرانس ګډون کوونکو د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر د میاشتې په ۱۳ (تلې ۲۲) د البانیا په پایتخت تیرانا کې د افغان میرمنو د جوړې شوې درې ورځیني غونډې د پریکړه لیک په عملي کیدو باندې موافقه وکړه .
د تیرانا په غونډه کې په شویو موافقو کې د افغانستان په تړاو په ټولو سیاسي جریانونو کې په معنی دار ډول د افغان میرمنو ګډون؛ د ښځو په مشرۍ د نوښتونو څخه ملاتړ، د دوحې د بهیر سره موازې د غونډو او ډیالوګ په لاره اچول؛ او په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو څخه د سرغړونو په وړاندې په نړیوال عدالت کې د حساب ورکولو ژمنې شاملې وې.
د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې اسپانیا د چیلي، کوسټوریکا، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو سره یو ځای په افغانستان کې د ناسم بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د بشري وضعیت په لا خرابیدو باندې ژوره اندیښنه ښودلې وه او د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC)د څارنوال دفتر کریم خان ته یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو څخه د طالبانو د سرغړونو په تړاو یې د پلټنو لپاره یوه دوسیه سپارلې وه.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی د ښځو او نجونو پر حقونو یې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي.
همداشان طالبانو د ملګرو ملتونو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې ښځې هم له کار څخه منع کړي او په عام ژوند کې یې پر ښځو او نجونو باندې پرله پسې محدودیتونه لګولي دي.
فورم \ دبحث خونه