په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې په طبي انستیتیوتونو کې د طالبانو د حکومت له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیر یوه ورځ وروسته افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر دغه بندیز غندلی او د طالبانو دا پریکړه یې زده کړو او روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او ماشومانو د لاس رسي په برخه کې یو بل خنډ بللی دی.
د بریتانیا شارژدافیر ریچارد سن د سه شنبې په ورځ ډسمبر درېیم ( لیندۍ ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پرخپله پاڼه د طالبانو په دې پریکړه ژوره خواشیني ښودلې ده.
هغه لیکلي: "زه د نوي راپور په اړه چې طالبانو په افغانستان کې ښځې له طبي زده کړو منع کړي ډیر خواشینی شوی یم. دا د ښځو د زده کړو د حقونو په برخه کې یو بل سپکاوی دی او روغتیايي خدمتونو ته به د افغان میرمنو او ماشومانو لاس رسی نور هم محدود کړي."
د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت معین بخت الرحمن شرافت کابل کې دغه وزارت کې د طبي انستیتیوتونو د مشرانو سره په یوه غونډه کې هغوی ته ویلي چې سر د سه شنبې د ورځې ډسمبر درېیم( لیندۍ ۱۳) په طبي انسیتیوتونو (قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ، لابراتوار) ته د نجونو محصلینو په شمولیت او روانو درسونو بندیز لګیدلی دی.
په دې غونډه کې د طبي انستیتیوتونو ځینو ګډون کوونکو د نوم نه ښودلو په شرط سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې بخت الرحمن شرافت ورته وویل چې په دې برخه کې دا فیصله وروستۍ فیصله ده او "په دې اړه خبرې زموږ ستاسې له صلاحیته لوړې دي".
طالبانو په رسمي ډول ددې پریکړې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او تراوسه یې په رسنیو کې په دې اړه خپاره شوې رپوتونه رد کړي نه دي او نه یې هم تائید کړي دي.
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده په طبي انستیتیوتونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو دا بندیز په داسې حال کې لګولی چې د طبي انسیتیوتونو د چارواکو د معلوماتو له مخې په اکثرو دغو انسیتیوتونو کې نن او سبا د نجونو د وروستي سمستر ازموینې پیلیدلې.
طالبانو دا بندیز په داسې حال کې لګولی چې ددغې ډلې د لوړو زده کړو وزارت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ د یوې پریکړې له مخې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز د لګیدلو څخه ۷۱۳ ورځې تیرې شوي دي.
طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت ددې پریکړې سره هممهاله د طالبانو د اقتصاد وزارت هم د ملګرو ملتونو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې هم د ښځو په کار بندیز لګولی وو، چې لا دوام لري.
طالبانو له وړاندې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی چې د ۱۱۷۳ ورځو په تیریدو لا هم ښوونځي د نجونو پرمخ همداسې تړلي پاتې شوي دي.
طالبانو د نړیوالې ټولنې د پرله پسې غوښتنو سره سره نه یوازې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځو پرمخ نه دي پرانیستي بلکې پر ښځو او نجونو باندې یې محدودیتونه لا زیات کړي دي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د څاربنسټونو ویلي چې د طالبانو مشر د روان کال د اګست په میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن النمکر نوی قانون توشیح وروسته په افغانستان کې پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونه نور هم زیات شوي دي.
دا قانون چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن النمکر وزارت د محتسبینو له خوا پلی کیږي له مخې یې هغوی دا واک ترلاسه کړی چې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې وټاکي.
فورم \ دبحث خونه