د لاس رسي وړ اتصالات

دواشنگټن او چین ترمنځ د سوداگرۍ خبرې مثبتې وې


د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډټرمپ او د چین ولسمشر شي جنپنگ د ٢٠١٧ کال د جولای په اتمه د جي شل هېوادونو د عالی غونډې په یوه ضمني مجلس کې لیدل کېږي.
د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډټرمپ او د چین ولسمشر شي جنپنگ د ٢٠١٧ کال د جولای په اتمه د جي شل هېوادونو د عالی غونډې په یوه ضمني مجلس کې لیدل کېږي.

په واشنگتن کې د متحده ایالاتو او چین ترمنځ د سوداگرۍ په اړه دې تیرې اونۍ مفصلې خبرې مثبتې او گټورې بلل شوي دي

دا څرگندونې یوې سرچینې د شنبې په ورځ وکړې چې دغه خبرې اترې یې له نږدې څارلي دي. چارواکي وايي دوی د جمعې په ورځ د یوې موافقې په لور پرمختګ کړی چې کولی شي د سوداگریزې جګړې مخه ونیسي.

د امریکا او چین تجارتی خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00

چین او امریکا وايي چې دوی یوې اجماع ته د رسیدو لپاره موافقې ته رسیدلي چې له مخې به یې د بیجنګ سره د متحده ایالاتو د سوداګرۍ تاوانونه کم کړي. په واشنگټن کې د لوړپوړو خبرو او د امریکا له خوا په چین باندې د غیرعادلانه سوداگرۍ وروسته د شنبې په ورځ یوه بیان خپور شو چې امریکا له چین څخه د پلور په پرتله ډیر څه پیري. چین ژمنه وکړه چې له امریکا څخه په ځانګړي توگه د کرهنې او انرژۍ په برخې کې د توکو په اخیستو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.

د چین د اقتصادي مبادلاتو د نړیوال مرکز مشر ژو هونگچای وايي ډیر خلک په دې پوهیږي چې چین په دې وروستیو کې یو لړ پالیسۍ او اقدامات وړاندې کړي څو اصلاحات پراخ او ژور کړي. لکه څنګه چې اړونده پالیسۍ پلي کیږي، دا تمه کیدی شي چې چین به د دې پرانستلو لپاره نور ګامونه اوچت کړي، د نړیوال تجارت ټولګي او اقلیم د بهرنیو سوداګرو لپاره فرصتونه برابروي."

د سپینې ماڼۍ له خوا په یوه خپور شوي بیان کې چې د معنوي مالکیت خوندي توب ذکر شوی راغلي چې واشنگتن د موافقې د جزئیاتو د پلي کولو لپاره به چین ته د چارواکو یوه ډله ولیږي. دموکرات سناتور چک شومر وایي دغه بیان کې لږ جزئیات ورکړ شوي. د اف بي آې رئیس د چهارشنبې په ورځ د سنا مجلس په یوه غونډه کې وویل د امریکا مخابراتي ډگر کې د چین د زي تي اي په څیر د شرکتونو د پرمختگ نه ژوره اندیښنه موجوده ده.

د اف بي آې رئیس کرستوفر رې وايي: " ایف بي آی ژوره اندیښنه لري، هر هغه شرکت چې یو بهرني حکومت سره تړلی وي اوارزښتونه یی مونږ سره یو نه وي، هغه شرکتونه دي چې مونږ یې د مخابراتي شبکو دننه ځواکمن کیدل نه غواړو. ځکه دوی ته د معلوماتو د غلا، بد چلند، د جاسوسۍ او دفشار او کنترول د جذبولو وړتیا ورکوي."

تیر کال، متحده ایالات د چین سره په سوداگرۍ کې ٣٧٥ اعشاریه دوه میلیارډ ډالره په تاوان کې و چې ولسمشر ترمپ له خوا په پرله پسې توگهنیوکې او شکایتونه کیدل.د راپورونو له مخې متحده ایالات غوښتي چې تر ٢٠٢٠ کال دغه تاوان لږترلږه ٢٠٠ میلیارد ډالر راښکته شي. خو چین دغه راپور رد کړی.

لو گنگ، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: د امریکا او چین ترمنځ د تجارتي کسر ٢٠٠ میلیارده ډالرو ته د راښکته کولو راپور ناسم دي. زما د مالوماتو له مخې په دې اړه خبرې لا دوام لري."

د امریکا ولسمشر ډانالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د امریکا او چین د سوداگرۍ د ناندریو په اړه په سپینې ماڼۍ کې د چین د مرستیال جمهور رئیس لو ئي سره ولیدل. لو تیره اونۍ د چین د ولسمشر شي جین پنگ په استازي توب او د امریکا د حکومت په بلنه د واشنگتن او بیجینگ ترمنځ د اقتصاد او سوداگریزو خبرو اترو لپاره واشنتگن ته راغلی.

XS
SM
MD
LG