د لاس رسي وړ اتصالات

متحدو ایالتونو د الکسي ناوالني تازه محکومیدل غندلي دي


متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۲ (وري دویمه) د روسیې د یوې محکمې هغه پریکړه وغندله چې د کرملن زنداني سیاسي مخالف مشر الکسي ناوالني یې په نورو تورونو مجرم وپيژانده.

واشنګټن وایي چې مسکو په دې کار سره هڅه کوي ناوالني چپ کړي او پر اوکراین د روسیې له یرغل څخه پاملرنه بل خوا ته واړوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وویل:"د محکمې ساختګي پریکړه د ناوالني د خاموشه کولو لپاره د هڅو وروستی مورد دی."

تر دې محکمې د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۲ د روسیې یوې محکمې الکسي ناوالني چې اوسمهال په زندان کې دی، د درغلیو او محکمې ته د سپکاوي په تور، مجرم وپيژانده او د هغه د بند موده یې نهه کلونو ته لوړه کړه.

د محکمې له پریکړې وروسته د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سیاسي مخالف چې د څه باندې یو کال راهیسې په زندان کې دی، وویل د روسیې جمهور رئیس له حقیقت څخه ویریږي.

۴۵ کلن ناوالني د انستراګرام په یوه پوست کې وویل:"پوتین له حقیقت څخه ویریږي، ما تل دا ویلي دي. له سانسور سره مبارزه او د روسیې خلکو ته د حقیقت ویل، تل زموږ لومړیتوب دی."

د فرانسې خبري اژانس لیکلي ناوالني به د خپل بند پاتې موده د روسیې په یوه داسې زندان کې چې جدی امنیت یې نیول شوی، په سخت حالت کې تیر کړي.

د ناوالني مدافع وکیلانو اولګا میخالوا او وادیم کوبزف هم د محکمې له پریکړې وروسته د پولیسو له خوا ونیول شول خو وروسته بیرته آزاد شول.

د روسیې ددغه سیالي مخالفت مشر مدافع ټیم ویلي دي چې د محکمې په نوې حکم سره به د هغوی موکل د یو نیم کال پرځای اته کاله په زندان کې وي.

ناوالني تیر کال د مسمومیدو له یوه برید څخه د بیرته روغیدو پرمهال د درغلیو د پخوانیو تورونو له امله د مشروې آزادۍ د نقض له امله په دوه نیم کاله زندان محکوم شو.

نړیوال غبرګونه

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزف بوریل له قید او شرط پرته په عاجله توګه د ناوالني د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

د اروپا او مرکزي آسیا لپاره د بښنې د نړیوال سازمان مشرې ماري ستروترس د ناوالني محکومیدل د وړاندوینې وړ خو "ټکان ورکوونکی" بللی دی.

ناوالني د روسیې اصلي مخالف مشر دی او د هغه ټیم په متواتر شکل د روسیې د جګپوړو چارواکو د شتمنیو په اړه موارد نشروي کوم چې په یوټویب کې په میلیونونه ځله کتل کیږي.

XS
SM
MD
LG