د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په مالي کې د روسیې د "اجیرو عسکرو" شتون تائید کړ


په افریقا کې د امریکای
په افریقا کې د امریکای

متحده ایالاتو تائید کړه چې د روسیې اجیر عسکر په مالي کې ځای پر ځای شوي او د روسیې پوځ یې ملاتړ کوي.

په افریقا کې د متحده ایالاتو د پوځي قوماندانۍ قوماندان جنرال سټیفن ټاونسینډ امریکا غږ ته په ځانګړې مرکې کې وویل چې دغه اجیر عسکر د وګنر ګروپ په نامه په مالي کې فعالیت کوي.

جنرال ټاونسینډ زیاته کړه، "د وګنر ګروپ په مالي کې شته. زه فکر کوم شمیر یې څو سوه دی".

دغه امریکایي جنرال چې په ۲۰۱۹ کال کې یې په افریقا کې د امریکایي ځواکونو مشري په غاړه واخیسته په مرکې کې همدرانګه وویل چې د روسیې هوایي ځواکونه دغه اجیر عسکر مالي ته لیږدوي.

هغه وویل، "نړۍ دا کتلی شي چې پیښیږي. دا زمونږ لپاره یوه ستره اندیښنه ده".

جنرال ټاونسینډ همدارنګه وویل چې د روسیې تر څنګ چین په افریقا کې د متحده ایالاتو تر ټولو "ستر فعال" سیال دی او نیت لري چې د ګیني د ایکواتوریال په ښار کې نظامي اډه او د بحري ځواکونو لپاره تاسیسات جوړ کړي.

دې جګپوړي امریکایي چاروړاکي په مرکې کې وویل چې د ګیني څخه دا نه غواړي چې د متحده ایالاتو او چین تر منځ یو غوره کړي خو زیاته یې کړه چې "د هغوي (ګیني) څخه غواړو چې پخپلو نړیوالو همکارانو او ندیښنو غور وکړي" ځکه د جنرال ټاون سینډ په خبره په ګیني کې د چین نظامي اډه "متحده ایالاتو او ټولو همکارانو ته د جدي اندیښنې وړ خبر ده".

په افریقا کې د متحده ایالاتو د قوماندانۍ مشر پخپلو خبرو کې وویل چې په سیمه کې د چین د نظامي پراختیا تر څنګ د امریکا ګټو ته د ایران د امنیتي ځواکونو لخوا متوجه ګواښونه هم څاري.

جنرال سټیفن ټاونسینډ وویل چې د ایران د امنیتي ځواکونو پرمختګ دومره خاص ندی خو دی یې څاري.

هغه وویل،" زه فکر کوم د هغوي پرمختګ به په طبعیت کې ډیر ورانکارانه وي. اوس د پیدا کیدو په حال کې خو مونږ یې څارو".

د امریکا د حکومت یو چارواکي امریکا غږ ته تائید کړه چې د ایران د سپاه انقلاب ځواکونو په افریقا کې د امریکایي دپلوماتانو د ترور دسیسه جوړه کړې وه او د غچ اخیستو لپاره په ځینو اهدافو د بریدونو پلان درلود خو ایران دا تورورنه ردوي او بې بنسټه یې بولي.

XS
SM
MD
LG