د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د چین په غوښتنه خپله کونسلګري وتړله


چین د دغې کونسلګرۍ د تړل کېدو لارښوونه کړې وه
چین د دغې کونسلګرۍ د تړل کېدو لارښوونه کړې وه

په چین کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په جنوب کې د چنګدو په ښار کې د هغې ودانۍ کنترول یې په خپل لاس کې اخیستی چې مخکې په کې د امریکا د متحدو ایالتونو کونسلګري وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د کونسلګرۍ دروازې د دوشنبې په ورځ جولاۍ۲۷ (زمری۶) په ځايي وخت د سهار په ۱۰:۰۰ بجو وتړل شوې او څو شېبې وروسته ترې د امریکا ملي بېرغ لېرې کړل شو او چینايي چارواکي ودانۍ ته ننوتل.

چین له هغې وروسته د دغې کونسلګرۍ د تړلو لارښوونه وکړه چې د امریکا حکومت د تګساز ایالت د هوسټن په ښار کې د چین یوه کونسلګري وتړله.

په بیجینګ کې د امریکا سفارت په خپل ټویټر کې د کونسلګرۍ د تړلو په اړه یوه ویدیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي دي: " موږ به دې تل یادوو. "

د کونسلګرۍ تر تړل کېدو مخکې د ودانۍ په شاوخوا کې امنیتي تدابېر سخت شوي وو او درې لویې لارې ښکارېدې چې له ودانۍ څخه سامانونه انتقالوي.

د چین حکومت تور لګوي چې په کونسلګرۍ کې ځینو مامورانو داسې فعالیتونه هم کول چې د هغوی په دندو کې شامل نه وو.

د چین د بهرنیو چارو وزارت دا ډول فعالیتونه په خپلو داخلي چارو کې مداخله ګڼله. خو په اړه یې نور معلومات نه دي‌ ورکړي.

XS
SM
MD
LG