د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې د القاعدې یو مشر په ډرون برید کې وژل شوی


د امریکا دفاع وزارت وايي پکتیکا کې یې د القاعدې شبکې یو مهم غړی په ډرون برید کې وژلی دی.
د امریکا دفاع وزارت وايي پکتیکا کې یې د القاعدې شبکې یو مهم غړی په ډرون برید کې وژلی دی.

د امریکا دفاع وزارت وايي، د قاري یاسین په نوم د القاعدې شبکې یو مهم غړی د مارچ په نولسمه نیټه د افغانستان په پکتیکا ولایت کې، د ډرون برید په نتیجه کې وژل شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي، قاري یاسین د دوو امریکایانو په ګډون د لسګونو بې‌ګناه انسانانو په وژنه تورن وو.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې د القاعدې شبکې دغه مهم غړی، د تیرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیز په خبرپاڼه کې ویلي "د قاري یاسین وژنه د دې ښکارندوي کوي، چې تروریستان د اسلام نوم بدوي، دوی په قصدي توګه د بې‌ګناه خلکو په وژنې سره د عدالت له منګلو څخه تښتیدلی نشي."

د خبرپاڼې له مخې قاري یاسین د پاکستان د بلوچستان ایالت اوسیدونکی وو، چې د طالبانو له تحریک سره یې هم اړیکې درلودې او په دغه هیواد کې یې یو شمیر تروریستي بریدونه ترسره کړي وو.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، چې قاري یاسین د ۲۰۰۸ کال د سیپتمبر په ۲۰مه نیټه په اسلام‌اباد کې پر ماریووټ هوټل باندې برید ترسره کړ، چې په کې د دوو امریکايي ځواکونو په ګډون لسګونه نور کسان هم ووژل شول.

د امریکا دفاع وزارت دغه راز، په ۲۰۰۹ کال د پاکستان په لاهور ښار کې د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې پر لیږدونکي بس باندې د برید مسولیت هم قاري یاسین ته منسوب کړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ ته وویل، چې د پنجشنبې په ورځ په پکتیکا ولایت کې د عملیاتو پر مهال د القاعدې شبکې څو غړي وژل شوي دي.

خو جنرال وزیري په دغو عملیاتو کې د قاري یاسین د وژل کیدو په اړه بې خبري وښوده.

د القاعدې شبکې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG