د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال مارک میلي: په اوکراین د روسیې برید به د درنې مرګ ژوبلې او ورانۍ سبب شي


د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۸ ( سلواغې ۸) د امریکا د دفاع وزارت په مقر کې په یوه خبري کنفرانس خبریالانو ته وویل روسیه به په اوکراین په برید کولو سره د جګړې د ښکېلو غاړو لپاره د سختې جګړې او ورانۍ سبب شي.

هغه چې د امریکا د دفاع له وزیر لویډ آستن سره په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل د دغې احتمالي تراژیدۍ د پېښېدو مخه یواځې په هغه صورت کې نیول کیدي چې روسیه خپل ځواکونه پرشا کړي.

جنرال میلي وویل: "د روسیې ځمکنیو، توپچي، بالستیک توغندیو او هوايي ځواکونو ته په کتو سره که چیرې دغه ځواکونه د اوکراین پرضد وکارول شي نو ډیر زیات تلفات به ولري. تاسو یې تصور کولی شی چې په ګڼ میشتو ښاري سیمو کې د دې ډول ځواک کارول به څه ډول عواقب ولري، ډیرویرونکي او بد عواقب به ولري."

د امریکا له خوا دغه خبرداری په داسې وخت کې ورکول کیږي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ بن بست خپل اوج ته رسېدلی دی.

د جمعې په ورځ ناوخته د پنلسوانیا له ایالت واشنګټن څخه د راستنېدو پرمهال ولسمشر جوبایډن خبریالانو ته وویل دی به د اروپا ختیځ ته امریکایي عسکر ولیږي.

هغه وویل:‌ "زه به د اروپا ختیځ او د ناټو غړو هیوادونو ته په نږدې راتلونکي کې عسکر ولېږم خو شمیر به یې زیات نه وي."

د ناټو د تړون سرمنشي ینس ستولتنبرګ هم د جمعې په ورځ وویل، دغه پوځي تړون په ختیځه اروپا کې خپل حضور غښتلی کړی او په بلاروس کې د روسیې د جنګی الوتکواو د اس -۴۰۰- الوتکو ضد توغندیو ځای پرځای کول له نږدې څاري.

له بلې خوا، په داسې حال کې چې د امریکا د دفاع د وزارت چارواکي د روسیې او اوکراین په ګډې پولې د زرګونو روسي عسکرو اوتجهیزاتو د ځای پرځای کېدو او په اوکراین باندې د برید د احتمال په هکله خبرداری ورکوي، د روسیې ولسمشرولادیمیر پوتین د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې لویدیځ د مسکو امنیتي اندېښنو ته کافي ځواب ندی ویلی.

د کریمیلن له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې پوتین ولسمشر مکرون ته ویلي چې روسیې ته په وروستیو لیکل شویو ځوابونو کې،غربي دپلوماتانو، د روسیې له پولې سره د ناټو د تړون د وسلو د ځای پرځای کولو په ګډون د ناټو د پراختیا او له ختیځې اروپا څخه د دغه تړون د ځواکونو د په شا کېدو په هکله غور نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG