د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي مقام: امریکا له افغانستانه د سرتېرو ایستلو ته ژمنه ده


په داسې حال کې چې د امریکايي پلاوي‌ او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه خبرې تر بل هر وخت ګړندۍ شوي یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو ایستلو ته ژمنه ده.

دغه امریکايي مقام چې نوم یې نه دی خپور شوی د دوشنبې په ورځ په کابل کې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په قطر کې له طالبانو سره خبرو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په برخه کې د «پام وړ» پر مختګ رامنځته شوی دی.

دغه چارواکي‌ ویلي دي چې د اوربند او د د ځواکونو د وتلو د مهالوېیش په اړه لا نورو خبرو ته اړتیا شته، دغه چارواکي‌ ویلي چې« البته موږ په افغانستان کې د دایمي‌ حضور په لټه کې نه یو».

دغه امریکايي مقام پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تېره اونې طالب استازو او امریکايي پلاوي پر افغان سولې شپږ ورځنۍ خبرې وکړې.

خلیلزاد د سولې خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی و
خلیلزاد د سولې خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی و

داوړو لورو د خبرو تر پای ته رسېدو وروسته پر مهمو مسائلو خبرو کې د پرمختګ خبر ورګړ.

د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي‌ استازي زلمي خلیلزاد هم تېره شپه ولسمشر غني سره د قطر غونډې د جزئیاتو شریکولو پرمهال ویلي چې په قطر کې له طالبانو سره پر اوربند، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او له افغان حکومت سره د طالبانو پر مذاکراتو خبرې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم ویلي و چې متحده ایالات افغان سولې او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په برخه کې جدي اراده لري.

پامپیو: د افغان سولې او د ځواکونو ایستلو کې جدي یو

خلیلزاد: پرېکړه نه‌ده شوې، خبرو کې پرمختګ شوی

دغه امریکايي چارواکي‌ زیاته کړې «زموږ هدف په افغانستان کې د سولې راوستل دي او موږ غواړو چې زموږ راتلونکی ملګرتوب د سولې د تړون پر اساس بنا شي.»

دغه چارواکي رویټریز خبري اژانس سره مرکه ویلي، موږ غواړو چې په افغانستان کې یو ښه میراث شا ته پرېږدو، چې د دغه چارواکي‌ په وینا د ځواکونو وتل د اوربند پرته نشي کېدای.

ولسمشر غني: تلپاتې سولې ته واضح پلان او تګلاره لرو
ولسمشر غني: تلپاتې سولې ته واضح پلان او تګلاره لرو

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د سولې په اړه ملت ته وینا کې وویل سوله ژر غواړي‌ خو باتدبیره سوله غواړي.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو حضور د یو ضرورت پر اساس دی چې پر دغه ضرورت تل غور کېږي تر څو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شمېر د یو پلان له‌مخې صفر ته راټیټ شوي.

XS
SM
MD
LG