د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د امریکا-طالبانو د تړون پرېکړه لیک تصویب کړ


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سې‌شنبې په ورځ د مارچ په لسمه (کب ۲۰) د امریکا-طالبانو د سولې د تړون پرېکړه لیک په غوڅ اکثریت تصویب کړ.

د امریکا متحده ایالاتو د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمینې دوحه کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له افغانستان څخه غوښتي چې د افغان سیاسي مشرانو، مدني ټولنې او د ښځو د استازو په ګډون د یو هراړخیز مرکچي پلاوي له لارې طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزد په خپل ټویټر لیکلي چې د ملګرو ملتونو پریکړه لیک پر طالبانو او افغان دولت غږ کوي چې د اعتماد جوړونې اقدامتو ته دوام ورکړي او د بین الافغاني مذاکراتو په لور چټک حرکت وکړي.

په ورته وخت کې یو شمېر ډپلوماټانو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د امریکا-طالبانو په تړون کې د دوو پټو برخو په اړه له معلوماتو پرته دا تړون لاسلیک کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره اونۍ د (اې بي اس) له ټلویزوني شبکې سره د خبرو پر مهال وویل د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تړون دوه محرمې برخې هم لري چې (کانګرس) ته به وړاندې شي.

ښاغلي پمپیو ویلي دا دوه محرمې برخې هغه پوځي اسناد دي چې د امریکايي عسکرو د خوندیتوب لپاره مهم دي.

XS
SM
MD
LG