د لاس رسي وړ اتصالات

دیموکراتان: ولسمشر ټرمپ سره به حساب کتاب کوو


ولسمشر ټرمپ له فرانسې نه راستون شویدی. هرکلي کوونکیو ته لاس خوزوي. سپینه ماڼۍ ، د نومبر ١١ مه ٢٠١٨ کال
ولسمشر ټرمپ له فرانسې نه راستون شویدی. هرکلي کوونکیو ته لاس خوزوي. سپینه ماڼۍ ، د نومبر ١١ مه ٢٠١٨ کال

د امریکا دیموکرات گوند چې د استازیو په مجلس کې د زیاتو څوکیو په ګټلو بریالی شویدي ژمنه کوي چې د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې به د روسیې د ممکنه مداخلو په هکله د روانو تحقیقاتو ملاتړ کوي.

د راتلونکي کال د جنوری په میاشت کې به دموکراتان د امریکا دولسی جرگې مشرتوب وکړي، له دې سره به داقدرت هم ولري چې د ولسمشر ټرمپ د حکومت د اجراآتو په اړه تحقیقات وکړي.

ددموکراتانو داندېښنی یوه وجه داده چی ولسمشر ټرمپ د عدلېې پخوانی وزیر جیف سیشنزله انتخاباتونه سمدلاسه وروسته استعفی ته اړکړ او پرځای ېې مت وایټکرد هغه نایب وټاکه. ښاغلی وایټکر په دې شهرت لري چی د خاص مفتش رابرت مولر تحقیقات ېې د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې دروسانو داحتمالی مداخلی په تړاو غندلی دي.

خو دموکراتان وايي پکارده چی جمهوری غوښتونکی له هغوی سره په دې اړه گډ کار وکړی څو د خاص مفتش رابرت مولر تحقیقات خوندي پاتی شي او ملت په دې پوه شی چی د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې څه پېښ شول. هغوی وايی په دموکراسی کې پکارده خلک په هرڅه پوه شي.

خو که داکار ونشی نو معنی ېې داده چی ولسمشر ټرمپ ته اجازه ورکړل شي چې هغه تحقیقات بند کړي چې دده او شاوخوا نیژدې کسانو په اړه ېې د خاص مفشت رابرت مولر له خوانه روان دی. که داکار ونشي نو هېوا د به بې ثباته اوکمزوری وي.

دموکراتان داستازیو د خونې په گټلو زړور شویدي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

د راتلونکی کال د جنوری په میاشت کې به دموکراتان د امریکا دولسی جرگې مشرتوب و کړ ي، له دې سره به داقدرت هم ولري چی د ولسمشر ټرمپ د حکومت د اجراآتو په اړه تحقیقات وکړي.

هغوی به د ولسي جرگی د ډیرو مهمو جرگه گیو واک اواختیار ولري چې له قدرت نه ېې گټه واخلي. د څارنې جرگه گۍ دموکرات استازی ایلای جه کمنگز وايي: موږبه په هسی خبرو خلک محاکمو ته نه احضاروو، پکارده ډېر زیات کاروکړو. زه به په هغومسایلو ډیر تمرکز وکړم چی ټرمپ وايي په گډه به پرې کاروکړو. خو د ولسمشر ټرمپ دادارې په برخه کې به د کانگرس څارنه زیاته شی.

جیري نډ لر د قضائیه جرگه گۍ دموکرات غړی وايي: موږبه له ولسمشرسره حساب کتاب وکړو؛ هغه به په دې پوه شي چې مسوولیت لري او له قانون نه لوړ ندی.

خو ولسمشر ټرمپ وايی دې اندېښمن ندي چی دموکراتان به په ولسي جرگه کې څه وکړي.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي: هغوی موږ څارلی شي او موږ به هغوی څارو؛ دابه همداسی دوام ولري او د جگړې په څېر حآلت به وي"

دموکراتان د مت وایټکر تقرر دعدلېې د وزارت دنایب په توگه په تحقیقاتو کې مداخله بولی. د قضائیه جرگه گۍ دموکرات غړی جیري نډ لر وايي: دهغه تقرر د رابرت مولر پر تحقیقاتو برید دی. دا د ولسمشر د مداخلې یوه نمونه ده."

د سنا دموکراتان ا و یو څو تنه جمهوری غوښتونکي په دې ټینگار کوی چې پکارده په گډه کار وکړي او د رابرت مولر تحقیقات بشپړ شي او د سپینی ماڼۍ لپاره داگرانه شيچې خاص مفتش رابرت مولر برطرف کړي.

دموکرات سناتور کرېس مورې وايي: یوه فعاله دموکراسی ددموکراتانو او جمهوری غوښتونکیو گډ کار ته اوس تر بل هروخت ضرورت لري. هغوی دې له یوبل سره بله ا ونۍ په گډه کار وکړی او خاص مفتش دې خوندی وساتي.

خوجگپوړيجمهوری غوښتونکي مشرن لکه په سنا کې د جمهوری غوښتونکیو داکثریت مشر مېچ مکانلوايی ټرمپ درابرت مولرد تحقیقاتو لپاره خطر نه گڼل کېږی. "..ددې نښې نښانی هېڅکله هم ندي لیدل شوي چی هغه غواړي د رابرت مولر تحقیقات په ټپه ودروي."

سپینه ماڼۍ په خپله هم داخبره ردوي چې له روسانو سره دې یا سازش شوی وي اویا دې دعدالت مخه نیول شوی وي.

د ولسمشر ټرمپ سلاکاره کلیان کانوې وايي: موږ د مولرله تحقیقاتو سره موافق یو، یواعشاریه څلور ملیونه اسناد مو ورته برابرکړيدي او له ٣٣ کسانوسره ېې مرکې کړې دي.

یوشمیر مترقي فعالان دولسمشرټرمپ معزولول غواړي. خو دامریکا د ولسي جرگې جگپوړي دموکراتان وايي چی داخبرې له وخت نه مخکې دي.

له بل پلوه تیره سه شنبی د امریکا په منځمهالو انتخاباتو کې زیاتره راېې شمېرل شویدي خو په څلورو مهمو ټاکنو باندې لا جنجال روان دی او دویم ځلی شمیر باندی موافقه شوېده.په دې کېیوډیر مهم ایالت فلوریډا چی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې ډیر نقش لري شامل دی.

په فلوریډا کې د والی او سنا د څوکۍ لپاره لاد رایو شمیر روان دی ددغه ا یالت د براور په ولسوالۍ کې جمهوری غوښتونکي والي ریک سکاټ پردموکراتانو تور ولگاوه چی هڅه کوی ددغه ایالت ټاکنی په خپله گټه پایته ورسوی.

حتی ولسمشر ټرمپ هم اروپا ته له سفرنه مخکې وویل " ناڅاپه هغوی نورې راېې هم پېداکړلی. ریک سکاټ دغه انتخابات گټلی دي".

د جورجیا په ایالت کې هم د والی د څوکۍ لپاره د رایو بیا شمیرنه روانه ده، او د اریزونا په ایالت کې د سنا د ټاکنی لپاره د رایو په اړه څارنه کیږی.

XS
SM
MD
LG