د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د اوکراین سره د ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت تازه نظامي مرستې کوي


ټاکل شوې چې متحده ایالات سه شنبه د اوکراین سره د ۱۵۰ ملیون ډالرو په ارزښت د نویو نظامي مرستو اعلان پداسې حال کې وکړي چې مسکو په کریمیا کې د توغندیو برید څخه وروسته چې څلور تنه پکې ووژل شول، واشنګټن ته خبرداری ورکړی.

دوو امریکایي چارواکو امریکا غږ ته تائید کړه چې دا نظامي مرستې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس هغه واک له مخې ورکول کیږي چې په لنډ مهال کې د اوکراین اړتیاوو پوره کولو لپاره د متحده ایالاتو د پوځ د ذخیرې څخه وسلې، مهات او وسایل اخیستلی شي.

یو چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې امریکا غږ ته معلومات ورکول وویل چې په تازه نظامي مرستو کې د HIMARS راکټ لانچرو مهمات او نور داسې مهمات شامل دي چې ډیره اړتیا ورته ده خو تر څنګ یې دا هم وویل چې خوشه يي مهمات پدې تازه مرستو کې ندي شامل.

دې چارواکي د "عملیاتي امنیتي دلایلو" له کبله پدې هکله هم جزیات ورنکړل چې آیا د متحده ایالاتو پدې نظامي مرستو کې د لیرې واټن ویشتونکي ATACMS توغندي شاملي دي که نه.

دا ډول توغندي ۳۰۰ کیلو مټره واټن ویشتلی شي او د برید توان یې د هغو توغندیو څخه دوه چنده ډیر دی چې اوس مهال د اوکراین پوځ سره دي.

د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال سي کیو بروان د همدې روانې جون میاشتې په ۱۲ مې امریکا غږ ته ویلي و چې امریکا دا ټول توغندي اوکراین ته ورکړي.

روسیې په اوکراین تور لګولی چې د همدې توغندیو څخه یې په روانې اوونۍ کې د کریمیا په ټاپو باندې بریدونو کې کار اخیستی چې مرګ ژوبله یې هم درلوده. دا سیمه اوکراین په ۲۰۱۴ کال کې په غیر قانوني توګه د خپلې خاورې سره یو ځای کړله.

روسي مقاماتو د دې برید وروسته، چې څلور تنه په کې ووژل شول، واشنګټن ته د "عواقبو" خبرداری ورکړی او په مسکو کې یې د متحدو ایالتونو سفیره احضار کړ.

روسي مقامات ادعا کوي چې کریمیا په امریکایي میزایلو وېشتل شوې ده.

د کرملین ویاند دمتري پسکوف خبریالانو ته وویل، "د متحدو ایالتونو مداخله او مستقیمه مداخله چې له کبله یې د روسیې ولسي خلک ووژل شول، بې مجازاتو نه شي پاتې کېدای او وخت به وښيي چې دا به کوم مجازات وي."

روسي چارواکو تېره ورځ وویل چې په دې برید کې ۸۲ تنه نور ژوبل شوي او روغتون ته انتقال شوي چې ۲۷ یې ماشوما ن دي.

روسي مقامات وايي‌ چې یو توغندی د سیواستپول ښار په ساحلي سیمه کې چې خلک د تفریح او استراحت لپاره ټول شوي وو لګېدلی او چاودېدلی دی. د روسیې د تاز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ۱۴ زخمیانو حالت ښه نه دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG