د لاس رسي وړ اتصالات

یو فدرالي قاضي د ټرمپ او زیلنسکي د خبرو د جزیاتو خپریدل غواړي


ډانلډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي
ډانلډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي

په امریکا کې یوه فدرالي قاضي د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر وېلادمېر زېلسنکي د ټلېفوني مکالمې د نورو یاداښتونو د خپریدو غوښتنه کړې.

د کانګرس د دیموکراتانو له خوا د عزل کیدو د تحقیقاتو په دوام ، د فدرالي محکمې یوه قاضي د جمعې په ورځ د ( نوامبر ۱ نیټه ) د امریکا خارجه وزارت ته حکم وکړ چې د جولای په ۲۵ د ولسمشر ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر د ټلفوني مکالمې خلاصه او یا هغه مشخصه رسمي اعلامیه خپره کړي.

په واشنګټن کې فدرالي قاضي کرستوفر کوپر خارجه وزارت ته د نوامبر تر ۲۲ وخت ورکړی چې اسناد د امریکا د څار بنسټ ته چې د عامه ثبت د قانون له مخې هغو ته د لاسرسي له امله دعوا پرې شوې ، وسپاري.

ننسي پلوسي او ګڼ شمیر دیموکراتان په دې باور دي چې ټرمپ له خپل مقام څخه ناوړه ګټه پورته کړې او په اوکراین یې فشار اچولي څو د هغه د سیاسي رقیب جوبایډن په اړه تحقیقات وکړي.

د استازو د مجلس جمهوري غوښتونکي بیا د تحقیقاتو په وړاندې یو موټي دي او جمهوري غوښتونکی مشر کیون مک کارتي وايي دیموکراتان هڅه کوي چې د ټرمپ د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو بریا له منځه یوسي.

جمهور رئیس په ټویټر کې د مواخذه کیدو د رای ګیري په وړاندې غبرګون ښودلی ، هغه یې دسیسه بللې او له واک څخه یې د لیرې کیدو په هدف د هر ډول هڅې څخه د خوندي پاتې کیدو تعهد کړی دی.

په جرم د ولسمشر تورنیدو لپاره د استازو د مجلس د پنحشنبې رایه به د مجرمیدو او یا هم واک څخه په ناوړه ګټه اخیستنه د تورنیدو معادل وي.

دا موضوع به د رای ګیري او پریکړې لپاره سنا ته ولاړ شي او هلته به سناتوران پریکړه وکړي چې آیا ولسمشر له واکه لري کړي که نه.

ټاکل شوېده د عزل کیدو د تحقیقاتو په لړ کې د شهادت ورکولو علني غونډې د روانې میاشتې په وروستیو کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG