د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي کوریا او جنوبي کوریا مشرانو د دویم ځل لپاره ولیدل


دا په تیره یوه میاشت کې دویم ځل دی چې د کوریاګانو مشران مخامخ مجلس کوي.
دا په تیره یوه میاشت کې دویم ځل دی چې د کوریاګانو مشران مخامخ مجلس کوي.

د شمالي کوریا رهبر کیم جون اون او د جنوبي کوریا ولسمشر مون جې اېن د شنبې په ورځ [مې ۲۶] د شمالي کوریا په خاورې کې سره لیدلي دي.

دا په تیره یوه میاشت کې دویم ځل دی چې د کوریاګانو مشران مخامخ مجلس کوي. په تازه غونډې کې د سولې په هکله د دواړو مشرانو د ژمنو او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د کیم د ممکنه لیدنې په باب خبرې شوې دي.

د جنوبي کوریا د ولسمشر دفتر وویل چې ولسمشر مون جې اېن به د خپلې لیدنې جزئیات د یکشنبې په ورځ اعلان کړي.

ولسمشر ټرمپ د تیرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د شمالي کوریا رهبر ته پخپل لیک کې لیکلي وو چي نه غواړي د پلان مطابق د جون میاشتې په ۱۲ نېټه په سینګاپور کې ملاقات ته حاضر شي. لیک کې راغلي وو، "متاسفانه د زیاتې غوسې او څرګندې دښمنۍ په وجه چې په وروستیو څرګندونو کې مو بیان کړې، داسې احساسوم چې په اوسنیو شرایطو کې به مناسبه نه وي چې دغه لیده کاته چې له ډیر مخکې نه پلان شوی و، وشي".

د جمعې په ورځ ولسمشر ټرمپ په یوه ټوئیټ کې ولیکل چې د کیم جونګ اون سره د هغه د لیدنې د لغو کولو په هکله د شمالي کوریا ځواب "تود او ګټور" دی.

لدې سره سره، تراوسه معلومه نه ده چې د امریکا او شمالي کوریا مشران په ټاکلي وخت مخامخ ملاقات کوي یا نه.

XS
SM
MD
LG