د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې د جورجیا ایالت مهم بلل کیږي


د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې د جورجیا په مهم ایالت کې د دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو تر منځ اوږه په اوږه سیالي روان ده.

د کانګرس په دواړو جرګو کې د اکثریت ګټلو لپاره نن سه شنبې نومبر اتمه (لړم ۱۷) په ټاکنو کې به معلوم شي چې دموکراتان د سنا مجلس او استازو جرګې کې خپل اکثریت وساتلی شي که نه. جمهوري غوښتونکي په کانګرس کې د اکثریت ګټلو هڅه کوي خو د دموکراتانو بری به د ولسمشر بایډن د واکمنۍ دوره نوره هم پیاوړې کړي.

د پنسلوانیا نه تر اوهایو، او نواډا نه تر نیوهامپشیر ایالتونو، کاندیدانو د ټاکنیزو منډو تړلو په ترڅ کې هڅه وکړه چې د راتلونکې دوه کلنې دورې لپاره د امریکا سیاسي جهت معلوم کړي.

په دې لړ کې د جورجیا ایالت د ټاکنو پایلې مهمې بلل کیږي چې نن په دعا او د سنا مجلس د جمهوري غوښتونکي کاندید هرشل واکر لخوا په خبرداري پیل شوه. د واکر پلویان له ولسمشر بایډن څخه خواشیني دي.

ددې ایالت یوه رایه ورکوونکي وویل: "هغه څه چې دموکرتانو وکړل، زه يي نور زغملی نشم او نه غواړم چې دا هیواد تردی زیات شاته تګ وکړي. د سرحدونو جنجال له اختیاره وتلی، او داسی ښکاري چې جو بایډن يي په وړاندې د اقدام کولو هیڅ اراده هم نلري."

د پیو تحقیقاتي مرکز په وروستۍ نظرپوښتنه کې، ۷۵ سلنې پوښتل شویو امریکايي رایه ورکوونکو اقتصاد تر ټولو مهمه موضوع بللې ده.

په جورجیا ایالت کې رایه ورکوونکې امانډا ډوګلاس وویل: "د کورونو د پلور او پېر بازار، د تیلو بیې، او تاسو به لیدلي وي چې په پلورنځیو کې خوراکي توکې ډیر قیمته شوي دي. او ځینې اړین توکي خو حتی هیڅ نه پیدا کیږي."

د واکر سیاسي سیال، سناتور رفایل وارناک، په ۲۰۲۱ کال په جنوري کې بیاځلي ټاکنې وټلې او په نتیجه کې یې دیموکراتانو د سنا مجلس اکثریت خپل کړ او د بایډن د تګلارو پلې کولو ته لار هواره شوه.

د جورجیا ایالت بل رایه ورکوونکی وايي: "زما لپاره د اقتصاد موضوع ډيره مهمه ده، او زما په نظر دیموکرات ګوند او په ځانګړې توګه سناتور وارناک د عامو امریکایانو ورځنیو ستونزو ته ډیره پاملرنه کوي. خو جمهوریت غوښتونکي د اسعارو د بازارونو په اړه غږیږي."

د جون په میاشت کې د سترې محکمې هغه پریکړې چې د سقط جنین په ارتباط يي د فدرال حکومت صلاحیت لغوه کړ، خپلواکې رایه ورکوونکې وهڅولې چې دیموکراتانو ته رایه ورکړي.

په جورجیا ایالت کې رایه ورکوونکې تیریسا المیند وویل: "دغې خبرې زه ډيره اندېښمنه کړې یم. زما په نظر، د سقط جنین د حق لرلو یا نه لرلو په اړه د شخصي نظرونو پرته هم، باید هرڅوک صحي بیمه ولري."

په جورجیا ایالت کې رایه ورکوونکي د سنامجلس کې د اکثریت معلومولو دپاره ډير مهم ځای لري. اوس چې په ټوله امریکا کې محدود کاندیدان سیالي کوي، لا ډېر وخته دی چې وویل شي څوک به په لږ اکثریت ګټونکی وي. د کانګرس ۴۳۵ څوکیو ته کاندیدان ولاړ دي، او نظر سنجونې ښيې چې کیدلی شي جمهوریت غوښتونکي پکې اکثریت وګټي.

XS
SM
MD
LG