د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کانګرس د لوي څارنوال د استجواب لپاره مجلس کوي


د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د مداخلو په اړه د سرمفتش رابرټ مولر د راپور له خپرېدا وروسته، په پام کې ده چې لوي څارنوال ویلیم بار د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د استازو مجلس او سنا د قضايه کمېټو په استجوابیه غونډو کې برخه واخلي.

ښاغلي بار د مولر د راپور ځېنې برخې حذف کړي دي. هغه مخکې لدې چې راپور خپور شي په یوه خبرې غونډه کې د مولر د تحقیقاتو د موندنو خلاصه وړاندې کړه ویې ویل چې د روسیې حکومت غوښتل چې د امریکا په ټاکنو کې مداخله وکړي.

د مولر د راپور په ډېرو برخو کې راغلي چې ټرمپ د عدالت پر وړاندې د خنډل کېدلو هڅه کړې خو داسې نه دي ویل شوي چې ولسمشر دې حقیقتاً دا هرڅه په جرمي بڼه کړې وي.

د بار په وینا "هغو روسي عواملو چې دغه طرحې یې جوړې کړې وې د ولسمشر ټرمپ او د ټرمپ د کمپاین له همکارۍ بې برخې وو."

دیموکراتان د عدلي چارو دغه مشر ملامتوي چې ګواګې د ولسمشر د مدافع وکیل په صفت عمل کوي.

د امریکا د استازو مجلس دېموکراته غړې ډېبي واسرمن شولتز لوي څارنوال په مصلحت کولو تورنوي.

جمهوري غوښتکي له بار څخه دفاع کوي. د امریکا په سنا مجلس کې د جمهوریت غوښتونکي رهبر مېچ مکانېل وایې چې څارنوال بار هغه څه نه کوي چې "حیثیت" ته زیان ورسېږي.

دیموکراتان د ولسمشر د مواخذه کوله پر سر واحد نظر نه لري. برعکس جمهوریت غوښتونکي له ملت او کانګرس څخه غواړي چې خپل تمرکز پر نورو موضوع ګانو وساتي.

XS
SM
MD
LG