محافظه کارانو غړو هوډ کړی دی چې ولسمشر اوباما یوشمیر پریکړې بیرته په شا وتمبوي. د اپوزیسیون گوند د تیر نومبر په ټاکنو کې دومره څوکۍ وگټلې چې د ولسمشر اوباما د دورې په دغو وروستیو پاتي دوو کلونو کې به د کانگرس په دواړو خونو کې اکثریت وی.
جمهوري غوښتونکي د استازو په ۴٣٥ کسیزه خونه کې ٢۴٦ څوکۍ لري چې دوی په تیرو ٧٠ کالونو کې دومره غښتلی اکثریت نه درلود او د سنا په سل کسیز مجلس کې هم ٥٥ څوکۍ لري.
جمهوري غوښتونکې د کاناډا څخه د تیلو د نل لیکې د پروژې پیلول غواړي چې د دوی په اند خلکو ته د کار زمینه برابروي او هم امریکا د نرژي په سکتور کې په ځان بسیا کوي، خو دیموکراتان دغه پروژه د چاپیریال د پاره یو ستر ناورین بولي.
د کانگرس په دواړو خونو کې جمهوري غوښتونکې هڅه کوي چې د روغتیا د بیمې او د مهاجریت په قانون کې د تبدیلي په اړه د ولسمشر اوباما اجرائیوی فرمانونه بیرته راوگرځوي.
د ولسمشر لخوا د ویټو کولو صلاحیت
ولسمشر اوباما ویلي دي چې د جمهوري غوښتونکو هغه مسودې به ویټو کړي چې دده خوښې نه وي. جمهوري غوښتونکې په دواړو خونو کې اکثریت دي خو د ولسمشر د ویټو مخنیوی نه شي کولی.
ولسمشر ویلي دي د نوي کانگرس سره د گډ کار کولو ته لېواله دی او د دواړو گوندونو ترمنځ د مفاهمې ساحې شته لکه د مالیاتو ریفورمونو او نړیوالې سوداگریزې موافقې.
اټکل کیږي چې سناتور مچ مکانل به د سنا د مجلس رئیس او جان بینر به د دریمې دورې د پاره د کانگرس د استازو د خونې رئیس وټاکل شي او دوی دواړه د ولسمشر اوباما له ډیرو پایسیو سره سخت اختلاف لري.