د لاس رسي وړ اتصالات

داعش لا هم یو گواښ دی – امریکایي مقامات


د عراق صدراعظم حیدر العبادي د عراق د بیرغ په پورته کولو سره په موصل کې پر داعش باندې د عراقي قواو بری اعلان کړ
د عراق صدراعظم حیدر العبادي د عراق د بیرغ په پورته کولو سره په موصل کې پر داعش باندې د عراقي قواو بری اعلان کړ

د عراق په موصل کې د اسلامي دولت د ډلې له ماتې سره سره امریکایي مقامات وایي چې ددغې ډلې جگړه ماران اوس هم په منځني ختیځ کې یو گواښ گڼل کیږي.

د داعش ضد ایتلاف کې د امریکا د متحده ایالاتو لوړپگړی استازی برت مک گورک، ویلي چې د داعش سخت دریځه چې د سوریې په رقه کې په جگړه بوخت دي په هماغه ځای کې به له منځه ولاړ شي.

داسې باور دی چې د سوریې په رقه کې شاوخوا ٢٠٠٠ داعشیان چې اکثر یې د شمالي افریقا، منځني ختیځ او منځنۍ اسیا د هیوادونو اتباع دي اوس تر محاصرې لاندې دي.

د عراق په موصل کې د داعش د ماتې سره سره یو شمیر امریکایي مقامات او د چارو څیړونکي وایي چې شاوخوا ١٣ زره داعشیان لا هم په عراق او سوریه کې فعالیت کوي او د هغوی شتون لا هم یو گواښ گڼل کیږي.

سیاسي څیړونکی بروس هافمن، وایي چې د داعش زیات شمیر مشران به د رقه ښار په جگړه کې مقاومت ونشي کړای لکه د عراق په موصل کې یې چې مقاومت ونه کړ او د له دغو سیمو نه د فرات سیند په غاړه نورو کوچنیو ښارونو او د عراق د انبار ولایت ته وتښتیدل.

څیړونکي وایي داعشیان ښایي په عراق کې د حملې او تیښتې له تکتیک نه کار واخلي او په دې توگه پر عراقي ځواکونو بریدونه وکړي. د هغوی په اند د داعش دغه تکتیک په دوه نورو عاملونو ولاړ دی: یو د داعش ضد امنیتي قواو پر موثریت او دوهم د محلي خلکو چلند.

دا څیړونکي خبرداری ورکوي چې که د سخت دریځو وژنه د غچ اخیستنې او فرقوي مناسباتو پر اساس وشي، دا کار به ددې سبب شي چې سني مسلمانان ناراضه شي او داعش ته به زمینه برابره شي چې د سني مذهبو له منځ نه ډیر کسان استخدام کړي لکه څنگه چې د داعش د رامنځ ته کیدو په پیل کې سني مذهبو د هغوی په غښتلي کیدو کې رول درلود.

له دې سربیره څیړونکو په اندیښنې سره ویلي دي چې نه بغداد او نه هم واشنگټن د عراق د ثبات لپاره هر اړخیز پلان لري، داسې پلان چې انتقالي عدالت پلی کړي او د موصل ښار په اداره کې ټول ونډه ولري.

د واشنگټن د دموکراسۍ د بنیاد د ترهگرۍ ضد مسایلو څیړونکی دیوارد گارتنستین راس، وایي هغه ښارونه چې د داعش له منگلو ازادیږي باید د ثبات د رامنځ ته کیدو پلان ولري که نه نو "یو ځل بیا به د جدي خطر سره مخامخ شو، ځکه جگړه مو گټلې ده، خو سوله مو بایللې. پخوا هم د داسې وضعیت شاهد وو".

دغه څیړونکی وایي چې د امریکا متحده ایالات باید د هغو جنایتونو مخه ونیسي چې د ایراني قواو په واسطه د سني مذهبو ملکي وگړو پر وړاندې کیږي.

له بلې خوا داسې بریښي چې د سوریې په رقه ښار کې وضعیت د عراق سره توپیر لري. د امریکڅا د مرکزي قوماندانۍ ویاند ویلي دي چې کله چې داعشیان په رقه کې مات شول واک او صلاحیت به د ښار ملکي شورا ته وسپارل شي او ددې ښار امنیت به د هغه ښار د امنیتي قواو له لورې وساتل شي.

په عین وخت کې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ ویاند دا هم ویلي چې د داعش ضد ایتلاف ځواکونه خپلو محلي شریکانو ته ددې زده کړې ورکوي چې جنگي قوانین رعایت کړي او هغه کسان چې د داعش په تور نیول شوي ورسره د قانون له مخې چلند وکړي.

ددې باوجود په روانه اونۍ کې داسې تورونه لگول شوي چې محلي خلک چې دمخه د داعش تر ولکۍ لاندې وو یا ددې ډلې په غړیتوب تورن شوي او یا هم ددې ډلې پلویان گڼل شوي دي.

په عراق کې وضعیت نور هم جدي دی، د بشري حقونو د ملاتړ ډلو داسې شواهد وړاندې کړي چې د غچ اخیستنې او وژنو بیانونکي دي. د رپوټونو له مخې دا ډول غچ اخیستنې تر ډیره حده د شیه مذهبو ډلو له لورې چې د ایران تر نفوذ لاندې دي شوي دي.

له دې سربیره د القاعده شبکې په څیر داعش په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې پلوي ډلې لري په ځانگړې توگه په لیبیا او مصر کې. څیړونکي په دې باور دي چې د داعش سخت دریځه اوږدې جگړې ته تیار دي.

XS
SM
MD
LG