د لاس رسي وړ اتصالات

موصل په کوم قیمت ازاد شو؟


د بخښنې نړیوال سازمان وايي د موصل د بیا نیولو په عملیاتو کې یوازې د ایتلاف او عراق پوځ په بریدونو کې ۵۸۰۵ ولسي وګړي وژل شوي دي.

خو امریکايي چارواکي د بخښنې نړیوال سازمان دا راپور غیر مسولانه وباله.

د متحدو ایالتونو یو پوځي چارواکي دا بخښنې د نړیوال سازمان دا راپور رد کړی چې ګنې امریکایي ځواکونو په موصل کې د داعش ضد جنګ کې نړیوال قانون مات کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل راپور کې چې سه شنبه ( جولاۍ۱۱) یې خپور کړ، ویلي چې د ایتلاف او عراق ځواکونو د موصل په نهه میاشتنۍ جګړې کې پر ملکي خلکو بې رحمه او غیرقانونه بریدونه کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان فکر کوي چې د موصل په لویدیځ کې د ایتلافي ځواکونو په بریدونو کې ۵۸۰۵ ولسي خلک وژل شوي دي.

دغه سازمان داعش ډله هم د ولسي خلکو په ډله ییزې وژنې تورنه کړې او ویلي چې جګړه مارانو ولسي خلک په زوره شړلي او له هغوی یې سپر جوړ کړی.

خو د امریکايي ځواکونو یو قوماندان جو سکروسا اسوشیتډ پرس ته وویل چې جنګ د خوشحالۍ خبره نه ده او په جنګ کې د ولسي وگړو او عسکرو ژوند له یو ډول خطر سره مخامخ وي. هغه دا درک چې ګنې پر ولسي خلکو غیرقانوني بریدونه شوي نامسولانه وباله.

سره له دې چې د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د موصل د فتح اعلان کړی، خو لا هم د موصل د زاړه ښار په ځینو برخو کې جنګ روان دی.

دغه سازمان د ایروارز په نامه د هغې ادارې د ارقامو په اساس دا خبره کړې، چې په جنګ کې د زخمیانو او وژل شویو کسانو ارقام ټولوي او ثبتوي. د بخښنې نړیوال سازمان وايي جنګ بحران زېږولی دی.

د داعش جګړه مارانو په ۲۰۱۴ کال کې د موصل ښار ونیوه، خپل خلافت او حکومت یې په کې اعلان کړ. دغې ډلې په موصل کې خپل سخت قوانین هم پلي کړل. خو عراقي ځواکونو د امریکا په مرسته څو میاشتې مخکې د موصل د بیا نیولو عملیات پیل کړل.

XS
SM
MD
LG