د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سرتیري په پولنډ کې میشت شول


د پولنډ صدراعظمه او د دفاع وزیر د ناټو په په چوکاټ کې د امریکایي ځواکونو ښه راغلاست ته ولاړ دي.
د پولنډ صدراعظمه او د دفاع وزیر د ناټو په په چوکاټ کې د امریکایي ځواکونو ښه راغلاست ته ولاړ دي.

پولنډ نن د شنبې په ورځ په رسمي ډول د هغو امریکایي سرتیرو هرکلی وکړ چې په ختیځه اروپا کې د روسیې د نفوذ د مخنیوي په خاطر ځای پر ځای کیږي.

د پولنډ صدراعظمې بیټا سیډلو او د دفاع وزیر انټوني ماشیارویک په لویدیځ ښار زگان کې د امریکایي سرتیرو هرکلی وکړ.

صدراعظمې امریکایي سرتیرو ته وویل چې په پولنډ کې د پردیتوب احساس مکوئ. هغه زیاته کړه "په پولنډ کې د امریکایي سرتیرو موجودیت د پولنډ او د سیمې د امنیت د ساتنې لپاره لپاره زموږ د ستراتیژۍ برخه ده".

پولنډ ته د امریکایي سرتیرو لومړۍ ډله د پنجشنبې په ورځ له جرمني څخه ورسیده او مسکو ډېر سخت غبرگون وښود. د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف په پولنډ کې د امریکایي سرتیرو ځای پر ځای کېدل یو تهدید وبللو.

ویاند پیسکوف وویل "دا موضوع هغه وخت نوره هم جدي شي چې یو دریم قوت په اروپا کې زموږ په دروازه کې خپل ځان غښتلی کړي".

پولنډي او امریکاي سرتیري په وارسا کې د ښامار ١٦ په نوم پوځي تمرینانو کې برخه اخلي.
پولنډي او امریکاي سرتیري په وارسا کې د ښامار ١٦ په نوم پوځي تمرینانو کې برخه اخلي.

تر سړې جگړې وروسته په اروپا کې ستر پوځي خوځښت

متحده ایالات پلان لري چې په پولنډ کې ټول ٣ زره سرتیري ځای پر ځای کړي او دا به د سړې جگړې نه وروسته په هغه هیواد کې د امریکایي سرتیرو تر ټولو غټ شمیر وي.

دغه ماموریت ته د اتلانتیک د خوندي کولو نوم ورکړل شوی. ٨٧ ټانکونه او پنځه سوه زغروال موټر به په پولنډ کې ځای پر ځای وي چې نورو ختیځو هیوادونو لکه لتوانیا، لیتویا، رومانیا، بلغاریا او هنگري ته به هم سفرونه کوي.

په دې اړه په پولنډ کې د امریکا سفیر وایي "دا د امریکا تر ټولو غښتلی ځواک دی. جگړې ته چمتو دی، په ډېر عالي کیفیت روزل شوی او ډېرې پرمختللې وسلې لري."

په پولنډ کې د امریکایي سرتیرو د ځای پر ځای کولو امر ولسمشر اوباما په ٢٠١۴ کال کې پر اوکراین باندې د روسیې د برید نه وروسته وکړ.

د پولنډ د دفاع وزیر وایي په راتلونکو څو کلونو کې به د ناټو په چوکاټ کې په پولنډ کې ټول ٧ زره امریکايي او نور اروپایي سرتیري ځای پر ځای شي.

XS
SM
MD
LG