د لاس رسي وړ اتصالات

ډانلډ ټرمپ د کیم جونګ اون سره د ملاقات لپاره ویتنام ته ورسید


ډانلډ ټرمپ د هانوی هوايي ډګر کې
ډانلډ ټرمپ د هانوی هوايي ډګر کې

د امریکا د متحده ایالاتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د شمالي کوریا له رهبر کیم جونګ اون سره د دویم ملاقات په هدف نن سه شنبې د ( فبروري ۲۶ ) د ویتنام پلازمنې هانوی ته ورسید.

ددې غونډې لوی هدف د شمالي کوریا له خوا د اټومي فعالیتونو درول او په مقابل کې پر پوینګ یانګ د بندیزونو په لرې کیدو سربیره د امریکا په ګډون له نورو هیوادونو سره د هغه هیواد د ښو اړیکو رامنځ ته کول دي.

دا غونډه چې ټاکل شوېده د فبروري په ۲۷ او ۲۸ نیټه ویشتمه وشي ، د تیر کال په جون میاشت کې په سنګاپور کې د جمهور رئیس ټرمپ او د شمالي کوریا د رهبر د لومړۍ غونډه شاوخوا اته میاشتې وروسته کیږي.

داڼلد ټرمپ او کیم جون اون به د چهار شنبې په ورځ شخصي ماښامنۍ ولري او د پنجشنبې په ورځ به د سنګاپور په تاریخي غونډه کې د شویو هوکړو پر تعقیب بحث وکړي.

د ویتنام هانوی ښار کې د دواړو مشرانو د غونډې لپاره کابو ټول تیاري نیول شوي دي او د دواړو هیوادونو بیرغونه د ښار په مهمو برخو کې لګول شوي دي.

د شمالي کوریا رهبر هم د اورګاډي په مرسته له چین څخه په تیریدو د ویتنام پلازمینې ته رسیدلی دی.

ویتنامي چارواکي وايي د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون ترمنځ یوې بریالۍ غونډې ته سترګې په لار دي.

د ویتنام د بهرنیو چارو وزارت وايي هیواد یې غواړي چې له نړیوالې سولې او ثبات سره مرسته وکړي او په همدې هدف یې د تیرو لسو ورځو راهیسې ټول اړین تیاري نیولي دي.

غونډې ته هیلې

دې غونډې ته چې د په سنګاپور له غونډې شاوخوا اته میاشتې وروسته کیږي د نړۍ پام هم اوښتی او نتایجو ته یې توقعات هم زیات دي.

په عین وخت کې د شمالي کوریا د اټومي تاسیساتو په اړه یو اندیښنې هم موجودي دي.

که څه هم جمهور رئیس ټرمپ د سنګاپور له غونډې وروسته اعلان وکړ چې نور د شمالي کوریا د اټومي فعالیت تهدید موجود ندی خو اوس داسې لیدل کیږي چې پوینګ یانګ د غیر آتومي کیدو په طرف ملموس ګامونه ندي اخیستي.

XS
SM
MD
LG