د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د شمالي کوریا له پلاوي سره خبرې گټورې وبللې


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا سره د امریکایي هیات کتنه "گټوره" گڼلې او ویلي یې دي چې ټاکل شوې د دواړو هیوادونو د مشرانو راتلونکې غونډه د فبرورۍ د میاشتې په ٢٧ او ٢٨ وشي.

ښاغلي ټرمپ په ټویټر کې لیکلي دي چې ټاکل شوې د امریکا او شمالي کوریا مشران د ویتنام په پلازمینه هانوی کې وگوري.

جمهور رئیس ټرمپ هیله څرگنده کړې چې دا ملاقات به وکړای شي د کوریا په ټاپو کې سولې ته لاره هواره کړي.

ښاغلي ټرمپ همداشان وویل چې شمالي کوریا به د کیم جونگ اون په مشرۍ یو ستر اقتصادي قدرت شي.

د امریکا د متحده ایالاتو او شمالي کوریا مشرانو د لومړي ځل لپاره د ٢٠١٨ کال د جون د میاشتې په ١٢ په سینگاپور کې وکتل.

د شمالي کوریا مشر د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس سره د کتنې په پای کې ژمنه وکړه چې د امریکایي سرتیرو د جسدونو پاتې شوني به امریکا ته وسپاري. دغه امریکایي سرتیري د ١٩٥٠ او ١٩٥٣ کلونو په ترڅ کې د کوریا په جگړې کې وژل شوي وو.

د رپوټونو له مخې د کوریا په جگړه کې لږ تر لږه ۷۷۰۰ امریکایي سرتیري ورک شوي وو.

XS
SM
MD
LG