د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ولسمشر څومره تنخواه اخلي؟


د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر نه یواځې د ولسمشرۍ په دوران کې بلکې له هغې وروسته هم د ګڼو امتیازاتو څخه برخمن وي.

اوس مهال د امریکا د ولسمشر کلنۍ تنخواه ۴ لکه ډالره ده چې د کال ۱۷۸۹میلادي راهیسې پنځه برابره زیاته شوې ده.

د امریکا لومړۍ ولسمشر جورج واشنګټن او له هغه وروسته ۱۷ نورو ولسشمرانو ۲۵۰ زره ډالر تنخواه اخیستې وه.

د ولسمشر په تنخواه کې دغه بدلون جورج ډبلیو بوش په کال ۲۰۰۱ کې راووست او هغه یې ۴ لکو ډالرو ته ورسوله چې اوس هم یو ولسمشر همدغومره تنخواه اخلي.

د ولسمشر د تنخواه زیاتولو او کمولو په اړه پریکړه د امریکا کانګرس کوي.

نور امتیازات:

د امریکا ولسمشر په وړیا توګه په سپینې ماڼۍ کې ژوند کوي، لسګونو خدمتګاران او اشپزان لري.

د ورزش لپاره ځانګړی ځاې، ۲۴ ساعته امنیتي موظفین او د ترانسپورت ځانګړې وسیلې یې په خدمت کې وي.

د ولسمشر ځانګړې الوتکه (Air Force One) د هغه ځانګړی هیلیکوپټر (Marine One)او د ځانګړی لیموزین چې د مرمۍ او بم ضد دی (The Beast) نومیږي.

د امریکا هغه پخواني ولسمشران چې لا ژوندي دي، هر کال ۲۱۳ زره ډالر خپل تقاعد تر لاسه کوي چې نن سبا د امریکا د متحده ایالاتو د یو برحاله وزیر له تنخواه سره برابره ده.

له دې برسیره د تیرو ولسشمرانو د سفر ټولې خرچې د دولت له خوا ورکول کیږي او د امریکا په هر ایالت کې چې وغواړي دفتر درلودلای شي.

XS
SM
MD
LG