د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د سه شنبې په ورځ ډسمبر درېیمه (لیندۍ۱۳) وویل چې په هغو ۳۵ بنسټونو او کښتیو یې بندیزونه لګولي دي، چې بهر ته د ایران د تیلو په قاچاق کې دخېل دي.
د دغه وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي، چې د امریکا تازه بندیزونه به د ایران د تیلو په څانګې باندې اضافي لګښتونه زیات کړي.
اعلامیه وایي چې د ایران د تیلو شبکې له بېلابېلو لارو لکه په اسنادو کې جعلکاري، د نومونو دومداره تغیرول، د کښتیو د بیرغونو بدلول او نورو دا ډول لارو څخه کار اخلي.
متحدو ایالتونو په وروستیو کلونو کې د ایران په حقیقي او حکمي اشخاصو بندیزونه لګولي دي، همدغه راز په ځینو نورو هېوادونو لکه سوریې، لبنان او یمن یې هم بندیزونه لګولي دي.
د امریکا د مالیې وزارت تېره میاشت د سوریې په ۲۶ افرادو، بنسټونو او کښتیو باندې، چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو او حوثي یاغیانو مالي تمویلوونکي وو، بندیزونه ولګول.
د امریکا د مالیې وزارت وايي چې د سوریې د «القاطرجي» شرکت په سوریې او چین باندې د ایران د تیلو د خرڅولو له لارې د ایران سپاه پاسداران او حوثي یاغیانو ته سلګونه میلیون ډالر ګټه رسولې ده.
دا پداسې حال کې دي چې اروپايي ټولنې او بریتانیې د نومبر ۱۸مه (لړم ۲۸مه) د ایران پر هوايي او کښتۍ چلولو شرکتونو یو لړ نوي بندیزونه اعلان کړي وو.
د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې بندیزونو له مخې د ایران د دولتي هوايي شرکت "ایران ایر" او د ایران د اسلامي جمهوریت د کښتۍ چلولو شرکت، شتمنۍ کنګل شوې دي.
بریتانیې ویلي چې دغه بندیزونه یې پر یادو شرکتونو له دې امله لګولي، چې روسیې ته د وسلو د لېږد په بهیر کې کوم چې په اوکراین کې د جګړې لپاره کارول کېږي، دخیل دي.
فورم \ دبحث خونه