د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وايي په سوریه کې یې د القاعده شبکې یو جګپوړی غړی وژلی دی


په سوریه کې د امریکا هوایي ځواک
په سوریه کې د امریکا هوایي ځواک

د امریکا پوځ وایي د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۳۰ (سلواغې ۱۱) یې د سوریې په شمال لویدیځ کې د القاعده شبکې د سوریې څانګې یو جګپوړی غړی په یو هوایي برید کې وژلی دی.

دا سیمه د موقت ولسمشر احمد الشارع د حیات التحریر الشام ډلې مرکز و، مخکې له دې چې د ډسمبر په میاشت کې د بشارالاسد د رژیم د نسکورولو یاغیانو مشري وکړي.

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندې (سنتکام) په یو بیان کې وویل: "د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې ځواکونو د سوریې په شمال لویدیځ کې دقیق هوایی برید ترسره کړ، محمد صلاح الزبیر په نښه او ووژل شو، چې د القاعدې سره د تړلی حراس الدین تروریستي سازمان یو جګپوړی کارکوونکی و."

په بريتانيا کې مېشت د سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي، زبير هغه مهال ووژل شو چې د ادلب ولایت د سرمدا سیمې پر سړک د هغه د سپرلۍ موټر د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې په نښه شو.

په متحده ایالاتو کې د سایټ SITE په نامه میشته استخباراتي ډله وایي چې حراس الدین ډله د ۲۰۱۸ په فبروري کې تاسیس شوې او د سه شنبې تر ورځې چې خپل منحل کیدل یې اعلان کړل، په عامه توګه یې له القاعدې سره خپل بیعت ندی تائید کړی.

متحده ایالاتو په ۲۰۱۹ کې حراس الدین د "ترهګر" سازمان په توګه اعلان کړ او ددې ډلې د یو شمیر غړو په سر یې د معلوماتو لپاره د مالي انعامونو وړاندیز وکړ او د تیر کال په اګست او سپټمبر میاشتو کې یې د سوریې په شمال لویدیځ کې د دې ډلې د مشرتابه په نښه کولو لپآره پرله پسې هوایي بریدونه ترسره کړي.

واشنګټن اوس هم هیات التحریر الشام د یوې "ترهګرۍ" ډلې په توګه پیژني، که څه هم تیر کال یې د بشارالاسد له نسکوریدو وروسته د الشرع ډلې په وړاندې خپل ځینې بندیزونه لرې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG