د متحده ایالاتو پوځ یکشنبه فبروري ۱۶ ( سلواغې ۲۹) ویلي چې په سوریه کې په دقیقې هوایي حملې کې د القاعده شبکې یو چارواکی وژلی دی.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام په یوې اعلامیې کې چې د ایکس په شبکې کې یې خپره کړې ویلي چې دا هوایي برید یې تیره ورځ د سوریې په شمال لویدیځ کې شوی او د القاعده شبکې پورې تړلې یوې ډلې یو جګپوړی غړی په کې وژل شوی.
په اعلامیې کې د القاعده د وژل شوي جګپوړي غړي نوم نه دی یاد شوی خو دومره یې ویلي چې د "حراس الدین ترهګریز سازمان" لپاره یې لوژیستیکي او مالي چارې پر مخ وړلې. د پوځ په اعلامیې کې راغلي چې د حراس الدین سازمان د القاعده شبکې سره تړلې ده.
د متحده ایالاتو پوځ ویلي دا دقیق هوایي برید په دې خاطر شوی و چې د ترهګرو هلې ځلې کمزورې او ګډوډې کړي چې ونه شي کړی د متحده ایالاتو او نورو متحدینو د ملکیانو او نظامي پرسونل پر ضد بریدونه تنظیم، پلان او اجرا کړي.
د متحده ایالاتو پوځ تیره میاشت هم په سوریه کې د حراس الدین ډلې د یو جګپوړي غړي وژلو خبر ورکړی و.
د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندې (سنتکام) په یو بیان کې ویلي و چې "د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې ځواکونو د سوریې په شمال لویدیځ کې دقیق هوایی برید ترسره کړ، محمد صلاح الزبیر په نښه او ووژل شو، چې د القاعدې سره د تړلی حراس الدین تروریستي سازمان یو جګپوړی کارکوونکی و."
په بريتانيا کې مېشت د سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي، زبير هغه مهال ووژل شو چې د ادلب ولایت د سرمدا سیمې پر سړک د هغه د سپرلۍ موټر د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې په نښه شو.
په متحده ایالاتو کې د سایټ SITE په نامه میشته استخباراتي ډله وایي چې حراس الدین ډله د ۲۰۱۸ په فبروري کې تاسیس شوې او د سه شنبې تر ورځې چې خپل منحل کیدل یې اعلان کړل، په عامه توګه یې له القاعدې سره خپل بیعت ندی تائید کړی.
متحده ایالاتو په ۲۰۱۹ کې حراس الدین د "ترهګر" سازمان په توګه اعلان کړ او ددې ډلې د یو شمیر غړو په سر یې د معلوماتو لپاره د مالي انعامونو وړاندیز وکړ او د تیر کال په اګست او سپټمبر میاشتو کې یې د سوریې په شمال لویدیځ کې د دې ډلې د مشرتابه په نښه کولو لپآره پرله پسې هوایي بریدونه ترسره کړي.
واشنګټن اوس هم هیات التحریر الشام د یوې "ترهګرۍ" ډلې په توګه پیژني، که څه هم تیر کال یې د بشارالاسد له نسکوریدو وروسته د الشرع ډلې په وړاندې خپل ځینې بندیزونه لرې کړي دي.
فورم \ دبحث خونه