د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا بنګله دیش ته د کرونا دوه نیم میلیون ډوز واکسین ورکوي


د سپینې ماڼۍ یو مقام د فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې متحده ایالات نن د سه شنبې په ورځ جون ۲۹ (چنګاښ ۸) د مودرنا شرکت د کروناویروس ضد ۲.۵ میلیون ډوزه واکسین بنګله دیش ته استوي.

دغه امریکایي چارواکي د نوم د نه څرګندولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «د امریکا د متحده ایالاتو د ژمنې مننه چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کرونا وبا په له منځه وړلو کې مخکښ رول لوبوي، ۲.۵ میلیون ډوزه مودرنا واکسین به بنګله دیش ته ولیږل شي.»

بنګله دیش چې د کروناویروس سخت ځپلی دی او د دوشنبې په ورځ یې ددې ویروس د ډلتا بڼې د خپریدو په غبرګون کې سخت قرنطین پیل کړ. د ډلتا په نامه د کروناویروس دغه نوی ژر خپریدونکی ویروس په هند کې پیدا شوی او اوس په نړۍ کې په لسګونو هیوادونو ته غځیدلی دی.

د نړۍ مختلفو هیوادونو ته د کروناویروس ضد واکسین د مرستو په لړ کې د جون په ۲۴ (چنګاښ ۳) متحده ایالاتو افغانستان ته هم د جانس او جانسن د شرکت درې میلیون ډوزه واکسین ډالۍ کړل.

د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیالې کرین ژاین ویلي چې متحده ایالات به د افغانستان سره د اکسیجن مرسته هم وکړي. په افغانستان کې د کرونا د ویروس د پیښو تر ډیریدو وروسته په روغتونونو کې اکسیجن هم کم شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د جون په ۲۰ تایوان ته هم د مودرنا شرکت د کروناویروس ضد ۲.۵ میلیون دوزه واکسین ورکړ.

په تایوان کې د روان کال د مۍ میاشتې راهیسې د کروناویروس مثبتې پیښې په زیاتیدو دي او دغه خودمختاره ټاپو چې چین یې خپله خاوره ګڼي د کروناویروس ضد واکسین په برابرولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG