د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د استازو مجلس اوکراین سره د ۴۰ میلیاردو ډالرو مرسته تصويب کړه


د متحدو ایالتونو د استازو مجلس غړو د سه شنبې په ورځ مې لسمه (غوایي ۲۰) له اوکراین سره د ۴۰ میلیاردو ډالرو مرسته تصویب کړه.

دغه مرسته په داسې حال کې تصویب کیږي چې واشنګټن خبرداری ورکړی روسیه احتمالا له خپلو ګاونډیو سره یوې جګړې ته تیاری نیسي.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي چې دغه دفاعي، بشري او اقتصادي مرسته باید په ساده توګه تائید شي ځکه دواړو ګوندونه یې د جزیاتو په اړه موافقې ته رسیدلي او ښايي چې له کانګرس څخه ژر تیره شي.

د امریکا د استازو مجلس مشرې ننسي پلوسي خپلو دیموکراتو همکارانو ته په یوه لیک کې څرګنده کړې:"وخت مهم دی او موږ نشو کولی صبر وکړو."

میرمن پلوسي زیاته کړې چې له دې مرستې سره امریکا نړۍ ته یو ځل بیا دا پریکنده پیغام رسوي چې د بریا تر وخته د اوکراین له خلکو سره د واشنګټن ټینګ تعهد پرځای دی.

د کانګرس مشرانو د دوشنبې په ورځ مې ۹ پر داسې یو قرار داد هوکړه وکړه چې له اوکراین سره به د سپینې ماڼۍ له خوا د ۳۳ میلیاردو غوښتل شویو ډالرو تر څنګ ۶.۸ میلیارده اضافه مرسته هم وکړي.

په دغه اضافه مرسته کې به ۳.۴ میلیارده ډالر د نظامي او بشري مرستو لپاره ځانګړي شي.

که د مرستو دا بسته د پلان سره سمه تائید شي، د روسیې د یرغل په وړاندې به د اوکراین د دفاعي وړتیا د لوړیدو او د بشري کړکیچ د مخنیوي لپاره د امریکا د مرستو کچه ۵۴ میلیاردو ډالرو ته ورسیږي.

امریکا په داسې حال کې دغه مرسته کوي چې د متحدو ایالتونو د استخباراتو د ملي ادارې رئیسې اوریل هاینس د سه شنبې په ورځ مې ۱۰ (غوایي ۲۰) وویل چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین به د اوکراین د دونباس سیمو په نیولو سره پای ته ونه رسوي او غواړي چې له بیلتون غوښتونکو سیمو ترنسدنستریا او مالدوفا سره زمیني مسیر خلاص کړي.

میرمن هاینس وویل:"موږ ارزونه کوو چې جمهور رئیس پوتین په اوکراین کې د اوږدمهاله جګړې لپاره چمتوالی نیسي چې له مخې یې همدارنګه غواړي په دونباس سربیره هدفونو ته ورسیږي."

د امریکا د اسختباراتو اداره همدارنګه وایي چې ددې ډیر احتمال شته چې پوتین ټول هیواد بسیج کړي او نظامي حکومت اعلان کړي.

میرمن هاینس د امریکا د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو کمیتې ته وویل چې روسي ځواکونه غواړي د تور سمندرګي په سواحلو کې ټولې هغه سیمې ونیسي او یو هدف یې د کریمې ټاپو ته د اوبو له لارې د منابعو تامین دی کومه چې په ۲۰۱۴ کال کې له روسیې سره یوځای شوه.

ترنسدنستریا چې د مالدوفا بیلتون غوښتونکې سیمه او د روسیې له ملاتړ څخه برخمنه ده، له لودیځ څخه اوکراین سره پوله لري او د پخواني شوروي اتحاد له سقوط وروسته یې په یوې خونړۍ جګړه کې خپلواکي اعلان کړه خو تر اوسه هم د مالدوفا یوه برخه شمیرل کیږي او د نړیوالې ټولنې له خوا تر اوسه په رسمیت پيژندل شوې نده.

خو له دې سره سره میرمن هاینس وویل د روسیې اوسني ځواکونه په هغه اندازه قوي ندي چې وکړای ټولې سیمې له پراخ بسیج او منابعو پرته ونیسي.

XS
SM
MD
LG