د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ وايی په سوریه کې یې د داعش یو مهم مشر وژلی


په سوریه کې د متحده ایالاتو هوایي ځواک
په سوریه کې د متحده ایالاتو هوایي ځواک

د امریکا پوځ د سه شنبې په ورځ اپریل څلورمه (وري ۱۵) وویل چې په سوریه کې یې په یو برید کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) یو جګپوړی چارواکی وژلی چې په اروپا کې یې بریدونه پلان کول.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، د سوریې په شمال لویدیځ کې د دوشنبې په ورځ په یو برید کې د داعش جګپوړی مشر خالد ایاد احمد الجبوري ووژل شو.

د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې هغه "په اروپا کې د داعش د بریدونو د پلان مسؤل و." په اعلامیه کې د برید دقیق ځای نه دی په ډاګه شوی خو ویل شوي دي چې په برید کې "هیڅ کوم ملکي وګړي ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې".

د امریکا مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مایکل کوریلا وویل، "که څه هم ځپل شوې" خو دغه جهادي ډله، چې په ۲۰۱۹ کې په سوریه کې د خپلې ولکې لاندې وروستۍ سیمې څخه وشړل شوه، بیا هم "د دې وړتیا لري چې په سیمه کې دننه عملیات ترسره کړي او لیواله ده چې د منځني ختیځ څخه هاخوا برید وکړي."

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، جبوري همداشان "د داعش لپاره د رهبرۍ بیا تاسیس کول یې چټک کړي" او د هغه مړینه به "په موقتي توګه د بهرنیو بریدونو د پلانولو لپاره ددې سازمان وړتیا ګډه وډه کړي."

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې داعش په وروستیو کلونو کې په اروپا کې د یو شمیر وژونکو بریدونو پړه منلې ده، چې په کې د ۲۰۱۵ کال د نومبر په میاشت کې د پاریس په ښار او د هغه په څنډو کې هغه برید شامل دی چې ۱۳۰ کسان په کې ووژل شول او بل برید د ۲۰۱۶ کال د جولاۍ په میاشت کې د فرانسې په نیس ښار کې شوی و چې ۸۶ کسان یې ووژل.

په ۲۰۱۶ کال کې په بلجیم کې دریو ځانمرګو بریدونو تر ۳۰ ډېر کسان ووژل. د ۲۰۱۷ په اګست کې، په بارسلونا او د هسپانیا په نورو ځایونو کې بریدونو چې مسوولیت یې داعش په غاړه اخیستی ۱۶ کسان وژل شوي وو.

په بریتانیا کې میشتې د سوریې د بشري حقونو لپاره د څار ډلې چې د څه باندې یوې لسیزې راهیسې ددې هیواد د جګړو د څارنې مرکز دی ویلي چې، خالد عیاد احمد ال جبوري د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د سوریې په شمال لویدیځ کې د ادلب په سیمه کې چې د جهادیانو په لاس کې ده، ووژل شو.

ددې ډلې په وینا هغه د خپلې اوسیدنې ځای ته نژدې بهر په ټیلفون کې خبرې کولې چې ووژل شو.

د سوریې د جګړې او بشري حقونو د څار دغه ډله وایي، جبوري، چې یو عراقی و او ځان یې سوریایي باله شاوخوا لس ورځې وړاندې دغې سیمې ته پناه وړې وه.

د جهاد د تجزیې او تحلیل د ډلې بنسټ ایښودونکي ډیمین فیرر ویلي، د جبوري اصلي نوم خلیل عبدالله الخلیف و او هغه د سوریې د ختیځ دیر الزور سیمې څخه فعالیت کاوه.

XS
SM
MD
LG