د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال کوریلا په سوریه او عراق کې د داعش بندیانو له تهدیداتو خبرداری ورکړ


د امریکا د مركزي قومندانۍ قومندان جنرال مایکل کوریلا
د امریکا د مركزي قومندانۍ قومندان جنرال مایکل کوریلا

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قومندان جنرال مایکل کوریلا د شنبې په ورځ مارچ ۱۱ (کب ۲۰) خبرداری ورکړ چې منځنی ختیځ د اسلامي دولت "د بندي پوځیانو" له قریب الوقع تهدید سره مخ دی.

نوموړي دا خبرداري د سوریې په شمال ختیځ کې د شکمنو جهادیانو او د هغوی د خپلوانو د زندانونو او کمپونو له کتلو وروسته وکړ.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ د یوې اعلامیې له مخې، ښاغلي کوریلا د تیرو څو ورځو په جریان کې د سوریې په هساکي ښار کې د غویران زندان په ګډون چې د تیر کال په لومړیو کې د اورپکو په برید کې په سلګونه کسان پکې ووژل شول، څو زندانونه او توقیف ځایونه کتلي دي.

په بیانیه کې د کوریلا له قوله ویل شوي:"ما د توقیفځایونو د کتلو پرمهال، په بند کې د داعش جنګیالیو دا قریب الوقع تهدیدات ولیدل."

نوموړي زیاته کړه په عراق او سوریه کې د داعش نیول شوي بندیان د یادې ډلي واقعي پوځیان دي او که خوشي شي سیمې او تر هغه هاخوا مناطقو ته به لوی تهدید متوجه کړي.

د سنټکام په اعلامیه کې د غویران په زندان کې د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو د قوماندانانو له قوله ویل شوي چې دغه بندیان په خپلو کړنو پيښمانه ندي او ښایي ډیرې تندلارۍ او تاوتریخوالو ته مخه وکړي. دغه بندیان په اعلامیه کې د "ټایم بمب" په توګه ښودل شوي دي.

جنرال کوریلا همدارنګه د کردانو له خوا اداره کیدونکي‌ روج او الهور کمپونه ولیدل چیرې چې د داعش خپلوان اوسیږي.

سنټکام زیاته کړې په الهور زندان کې ماشومان "تاوتریخوالو ته د تلقین له خطر" سره مخ دي او کوم ماشومان چې بهرنۍ میندې او‌ پلرونه لري، خپلو اصلي ملکونو ته یې د ستنیدو علاقه مندي ښکاره کړې ده.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان ویلي دي چې د تندلارو په وړاندې مبارزه یوازې د سوری او عراق د امنیت او ثبات لپاره جګړه نده بلکې دا د ټولې سیمې جګړه ده. خو دغه امریکایي جنرال ویلي چې هغوی به داعش بیا راپورته کیدو ته پرې نږدي.

د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو چې د امریکا په رهبري ائتلاف یې ملاتړ کاوه، په سوریه کې د داعش پر ضد د مبارزې مشري کوله. دغو ځواکونو وکړای شول چې په ۲۰۱۹ کال کې په سوریه کې د داعش وروستۍ مرکز هم له منځه یوسي.

کردي ځواکونو وکړای شول چې د تیرو څو کلونو په موده کې د تندلارو جنګیاليو د شکمنو خپلواکو په ګډون په لس ګونه زره کسان په زندانونو کې واچوي چې کابو ۱۰۰۰۰ بهرنیان یوازې د الهول په بدنومي زندان کې ساتل کیږي.

کردي چارواکو څو ځله له بهرنیو هیوادونو وغوښتل چې خپل اتباع ستانه کړي خو بهرني حکومتونو د امنیتي تهدیداتو او داخلي سیاسي جنجالونو له امله یوازې د ګوتو په شمار کسان ستانه کړي دي.

د جګړې د څار یو بنسټ ویلي دي چې د داعش اورپکو د شنبې په ورځ مارچ ۱۱ د سوریې په شمال کې حد اقل درې ښکاریان او کابو ۲۶ نور کسان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG