د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا تایوان ته ۷۵۰زره ډوزه کرونا ضد واکسین ورکوي


د امریکا درې سناتوران د تایوان پایتخت ته په پوځې الوتکې کې تللي دي.
د امریکا درې سناتوران د تایوان پایتخت ته په پوځې الوتکې کې تللي دي.

د امریکا د سنا مجلس د دواړو ګوندونو یو ګډ هیت نن یکشنبه جون شپږمه (غبرګولي ۱۶) په تایوان کې اعلان وکړ چې دې هیواد ۷۵۰ زره ډوزه د کرونا ضد وړیا واکسین ورکوي.

د امریکا درې سناتوران په یو غیرې معمولي اقدام کې د تایوان پایتخت تایپي ته په پوځي الوتکې کې تللي.

سناتور ټامي ډکورت تایوان ته تر رسېدو وروسته وویل، " مونږ د ملګرو په حیث راغلي یو ځکه پوهېږو چې تایوان د ستونزو سره مخ دی. په همدې خاطر دا مهمه وه چې مونږ درې واړه دلته راشو. "

دې امریکایي سناتور وویل د امریکا لپاره دا مهمه وه چې تایوان د هغو هیوادونو په لیست کې شامل شي چې دغه واکسین به لومړی ورکول کیږي.

امریکا د تایوان تر ټولو ستر ملګری هیواد دی خو د تایپي سره بشپړې دپلوماتیکي اړیکې نه پالي ځکه امریکا بیجنګ په رسمیت پیژني.

د تایوان د بهرنیو چارو وزیر جوسف وو او نور چارواکي د دې امریکایي سناتورانو د هرکلي لپاره ورغلي وو. ښاغلي وو وویل چې د کرونا ویروس سره په مبارزې کې تایوان د بې ساري ستونزو سره مخ دی.

هغه وویل، " مونږ د واکسین د واردولو لپاره تر خپلې وسې زیار باسو. مونږ باید خنډونه له منځه یوسو او د دې ژوند ژغورونکو درملو د لیږد ډاډ د بیجنګ سره د کومې ستونزې پرته ورکړو. "

تایوان شاوخوا ۲۳ ملیون نفوس لري او د خپلو وګړو لپاره په کافي اندازه د واکسین د تر لاسه کولو لپاره د ستونزو سره مخ و. دغه هیواد د واکسین د تر لاسه کولو په مخکې د ستونزو د پیدا کولو ملامتي په چین اچوي خو بیجنګ دا تورونه نه مني.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن تیره اوونۍ اعلان کړی و چې د یو شمیر هیوادونو سره چې اړتیا ورته لري، ۲۵ میلیون ډوړزه د کرونا ضد واکسین د ملګرو ملتونو د واکسین د ویش د ځانګړي پروګرام د لارې ورکوي.

XS
SM
MD
LG