د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: امریکا له اوکراین سره د درې میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي مرسته کوي


یو امریکایي چارواکي د سه شنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږې لومړۍ نیټه) وویل ټاکل شوېده د امریکا متحده ایالات له اوکراین سره کابو درې میلیارد ډالره تازه نظامي مرسته اعلان کړي

تمه ده سپینه ماڼۍ د چهار شنبې په ورځ اګست ۲۴ دغه ستره نظامي مرسته چې د تجهیز، روزنې او نورو عملیاتونو لپاره به وي په رسمي ډول اعلان کړي.

ددغې مرستې خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې کیف له روسیې څخه خپله خپلواکي په داسې حال کې لمانځي چې پر هغه هیواد د مسکو د برید شپږ میاشتې پوره کیدونکي دي.

دغه مرسته به د پنټاګون یا د امریکا د دفاع وزارت د "اوکراین د امنیتي مرستې د نوښت" په چوکاټ کې د وسلو او تجهیزاتو د برابریدو په ګډون د جګړې د عاجل تمویل لپاره وکارول شي.

دا مرسته د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن له هغې مرستې څخه جلا ده چې د دفاع وزارت له اوسنیو نظامي ډیپوګانو څخه اوکرایني ځواکونو ته په عاجله توګه د وسلو او تجهیزاتو لیږد مهیا کوي.

له دې مخکې امریکایي چارواکو په خاص ډول جمهور رئیس جوبایډن ویلي وو امریکا او متحدین به یې تر هغه وخته چې پکار وي، له اوکراین څخه ملاتړ وکړي او پرې به نږدي چې یاد هیواد د روسیې په وړاندې ماته وخوري.

بایډن د جون په ۳۰ د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې د ناټو د مشرانو تر غونډې وروسته په یوې خبري غونډه کې وویل:" تر هغه وخته چې لازمه وي، موږ به له اوکراین سره ودریږو او د اوکراین ټول متحدین به ودریږي څو ډاډ ترلاسه شي چې هغوی "اوکراینیان" د روسیې له خوا ماته نه خوري."

پنټاګون د جمعې په ورځ اګست ۱۹ اعلان وکړ چې د امریکا د جمهوري ریاست د مرستو په وروستۍ بسته کې د ۷۷۵ میلیونو ډالرو په ارزښت بیلابیل مزایل، توپخانې، زرې ضد وسلې، مهمات او د ماینونو د له منځه وړلو مخصوص زغره وال شامل دي.

د امریکا د دفاع وزارت د ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، متحدو ایالتونو د جمهور رئیس بایډن د حکومت د کار له پیل څخه تر اوسه پورې له اوکراین سره د کابو ۹.۸ میلیاره ډالرو په ارزښت د امنیتي مرستو ژمنه کړېده

واشنګټن د ۲۰۱۴ کال څخه راپدیخوا اوکراین سره ۱۱.۸ میلیارده ډالره امنیتي مرسته کړیده.

XS
SM
MD
LG