د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې په امریکايي عسکرو برید او د درې ملکیانو وژل کېدل


په ننګرهار کې چارواکي وايي د امریکايي ځواکونو په کاروان د سړک غاړې ماین چاودلی او بیا هغوی ډزې کړې او درې ولسي خلک یې وژلي دي.

پېښه د دوشنبې په شپه ( جون۱۱) د ننګرهار د غني خیلو په ولسوالۍ کې شوې ده. د ننګرهار د والي ویاند وایي امریکايي ځواکونه د اورپکو پر ضد عملیاتو کې بوخت وو چې د سړک غاړې ماین پرې وچاودېد.

چارواکي وايي امریکایي ځواکونو له چاودنې وروسته د ځان د دفاع لپاره هوايي ډزې وکړې چې په کې یو پلار او دوه زامن ووژل شول.

په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه وايي چې له چاودنې وروسته پر هغوی برید شوی او هغوی د برید د مخنیوي لپاره ډزې کړي دي. تراوسه لا معلومه نه ده چې په پېښه کې امریکايي ځواکونو ته هم مرګ ژوبلې اوښتې کنه.

دا د ننګرهار هغه سیمه ده چې داعش جګړه ماران په کې د نورو سیمو په پرتله ډېر فعاله دي. دغلته له شاوخوا دوو کلونو راهېسې افغان او بهرني ځواکونه د داعش او نورو اورپکو ډلو پر ضد په عملیاتو بوخت دي.

همدغې سیمې کې څه موده مخکې امریکا د بمونو د مور په نامه د داعش جګړه مارانو په څمڅمو او مرکزونو باندې یو لوی بمب هم ګوزار کړ چې د چارواکو په خبره لسګونه کسان یې ووژل.

XS
SM
MD
LG