د لاس رسي وړ اتصالات

د ایرانیانو له اعتراضونو نه د ټرمپ ملاتړ


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ایران په څو ښارونو کې د پراخو اعتراضونو په هکله په خپل لومړني غبرگون کې د اعتراض کوونکو غوښتنو ته د تهران پاملرنه غوښتې ده.

ښاغلي ټرمپ د جمعې په شپه د ایران د خلکو او د هغوی د اعتراضونو پر ملاتړ ټینگار وکړ.

دونالد ټرمپ په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د ایرانیانو د سوله ییزو مظاهرو په اړه رپوټونه خپاره شوي چې د رژیم د فساد او په بهر کې د ترهگرۍ د ملاتړ لپاره د هغه هیواد د ملي شتمنیو د ضایع کولو په وجه سخت تنگ شوي دي.

ښاغلي ټرمپ همداشان ویلي دي چې د ایران حکومت باید د خپلو خلکو حقونو او د هغې جملې نه د هغوی د بیان د آزادۍ حق ته درناوی وکړي، ځکه نړۍ د ایران د حکومت کړنې څاري.

له دې دمخه د ایران په مختلفو ښارونو کې د پراخو اعتراضونو په غبرگون کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه وینا کې له ټولو ملتونو غوښتي چې د "ابتدایي حقوقو" د ترلاسه کولو لپاره د ایران د خلکو "له غوښتنو" ملاتړ وکړي.

په دغه اعلامیه کې چې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې "هدر ناویرت"، له خوا صادره شوې راغلي دي چې د امریکا متحده ایالات د "ایران په مختلفو ښارونو کې د ایرانیانو د څو سوله ییزو" مظاهرو رپوټونه تعقیبوي.

په اعلامیه کې ویل شوي "د ایران رهبرانو یو بډایه هیواد چې بډایه تاریخ او فرهنگ لري په یو سرکښ او خراب اقتصاد لرونکي هیواد بدل کړ، چې تاوتریخوالی، وینې تویونې او گډوډي یې د صادراتو په سر کې ځای لري. هماغسې چې جمهور رئیس ټرمپ ویلي د ایران مشران چې څوک قرباني کوي هغه پخپله د ایران خلک دي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت "د سوله ییزو اعتراض کوونکو نیول سخت" محکوم کړي دي او له ټولو ملتونو نه یې غوښتي چې په څرگنده توگه "د ایران د خلکو او د لومړنیو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د هغوی د غوښتنو ملاتړ وکړي."

میرمن ناویرت د جمعې په ورځ وویل چې ریکس ټیلرسن د تل په شان خپل ملاتړ "په ایران کې د موجودو عناصرو نه چې په سوله ییزه توگه د حکومت انتقال غواړي" اعلان کړی، نن یې هم "د ایران د خلکو نه په خپل ټینگ ملاتړ ټینگار وکړ".

دا په داسې حال کې دي چې لوړپوړو جمهوري غوښتونکو سناتورانو اورین هچ او ټام کاتن د ایرانیانو د دوو ورځنیو مظاهرو نه هم خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

په څو ښارونو کې د ایرانیانو اعتراضونه

د مشهد او د خراسان ولایت په څو ښارونو کې له مظاهرو نه یوه ورځ وروسته د جمعې په ورځ د ایران د کرمانشاه او خرم آباد په ښار کې هم اعتراضونه وشول چې د مقاماتو او د ایران د حکومت پر ضد یې شعارونه وکړل.

د فارس نیمه دولتي اژانس ویلي چې شاوخوا ٣٠٠ مظاهره کوونکو "سیاسي بندیان دې خوشې شي" او "ازادي یا مرگ" شعارونه ورکول.

د پنجشنبې په ورځ هم د ایران په دوهم ستر ښار مشهد کې له اعتراضونو وروسته مقاماتو ٥٢ کسان نیولي دي.

د رویترز خبري اژانس په یو راپور کې راغلي دي چې د مشهد په سلگونو اوسیدونکو د لوړو بیو پر ضد اعتراضونه وکړل.

په مشهد کې ایراني مقاماتو ویلي چې ٥٢ نیول شوي اعتراض کوونکي یې قضایي مراجعو ته سپارلي دي. د پنجشنبې د ورځې په مظاهرو کې د حسن روحاني، علي لاریجاني او د ایران د حکومت پر ضد شعارونه هم ورکړل شوي وو.

دا په داسې حال کې دي چې د پنجشنبې د ورځې د اعتراضونو ویدیوگانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ښیي چې مظاهرې سوله ییزې وې او مظاهره کوونکي ارام وو، خو پولیسو پرې حملې وکړې.

XS
SM
MD
LG