د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ستره محکمه د ټرمپ د کډوالو د بندیز قضیه ارزوي


د سترې محکمې مخې ته لسګونو کسانو د ولسمشر ټرمپ د فرمان پر ضد مظاهره وکړه
د سترې محکمې مخې ته لسګونو کسانو د ولسمشر ټرمپ د فرمان پر ضد مظاهره وکړه

د متحدو ایالتونو سترې محکمې د کډوالو د بندیز په اړه د ولسمشر ټرمپ د قضیې اورېدل پيل کړل.

په همدې حال کې د سترې محکمې مخې ته د کډوالو د حقونو لسګونو فعالانو د چهارشنبې په ورځ (اپریل ۲۵) مظاهره وکړه. دوی له سترې محکمې څخه وغوښتل چې امریکا د شپږو مسلمانو هېوادونو د وګړو پر راتګ د بندیز په اړه د ولسمشر فرمان ونه ومني.

په دغو شپږو هېوادونو کې ایران، سوډان، سومالیا، یمن، لیبیا او چاډ شامل دي. ولسمشر ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته امریکا ته د دغو هېوادونو د وګړو پر راتګ بندیز ولګوه. د امریکا ځینو فدرالي محکمو دا فرمان رد کړی او په ځینو ایالتونو کې یې پر ضد هم مظاهرې هم شوې دی.

د هوايي ایالت یو شمېر مدافع وکیلانو او د مسلمانانو یو ټولنې سترې محکمې ته عریضه کړې او اوس ستره محکمه دا قضیه اوري او د جون د میاشتې تر لومړۍ پورې به يې په اړه خپل مثبت او یا منفي نظر ورکړي.

د متحدو ایالتونو ستره محکمه نهه غړي لري، باید پنځه غړي موافقه او یا مخالفه رایه ورکړي چې ستره محکمه په دې اړه حکم صادر کړي.

د سترې محکمې مخې ته مظاهرې په اړه راپور

د فرمان ملاتړي وايي چې دا ګام د امریکا د ملي امنیت د خوندیتوب لپاره اخیستل کیږي، دوی ادعا کوي چې دغه هېوادونو امریکا ته د خپلو راروانو خلکو د پس منظر او نورو فعالیتونو په اړه معلومات ترلاسه کولی او یاهم له امریکايي چارواکو سره شریکولی نشي چې په خبره یې ښايي دا کار د امریکا ملي امنیت ته خطر پېښ کړي.

خو د فرمان مخالفان وايي چې دا د متحدو ایالتونو د اساسي قانون خلاف، غیر ضروري او مذهبي تبعیض په اساس شوی دی.

ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۶ د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ویلي وو چې که ولسمشر شو امریکا ته به د مسلمانانو پر راتګ بندیز لګوي. سترې محکمه باید د جون د میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې په دې اړه خپل نظر ورکړي.

XS
SM
MD
LG